د لاس رسي وړ اتصالات

دیموکراتان د جیف سیشنس له نوماندۍ خوښ نه دي


 پر سیشنس یوه نیوکه داده چې ګواکې له جمهور رئیس ټرمپ سره نږدې اړیکې پالي.
پر سیشنس یوه نیوکه داده چې ګواکې له جمهور رئیس ټرمپ سره نږدې اړیکې پالي.

په پام کې ده چې د امریکا د سنا مجلس د چهارشنبې په ورځ [فبرورۍ ۸] د متحدو ایالتونو د لویې څارونوالۍ څوکۍ لپاره د جمهور رئیس ټرمپ نوماند، جیف سیشنس ته د اعتماد رایه وکړي.

په سنا کې دیموکراتان پر سیشنس غوسه دي چې ګواکې هغه له جمهور رئیس ټرمپ سره نږدې اړیکې پالي او د مهاجرینو ضد دریځ سربیره د مدني حقونو پر وړاندې ښه نظر نه لري.

جمهوریت غوښتونکي برعکس ټینګار کوي چې د لویې څارنوالۍ نوماند په تیرو دوو لسیزو کې د سناتور په توګه خپلو دندو کې بریالی و.

جمهوریت غوښتونکي تر ډیره د سیشنس پر امانتدارۍ، عدالت او د قانون پر تطبیق حساب کوي.

ها خوا په سنا کې د جمهوریت غوښتونکو رهبر، میچ مککانل د سې شنبې په ورځ [فبرورۍ ۷] پر دیموکراتې سناتورې الیزابیت وارن لدې امله نیوکه وکړه چې وینا یې د سنا داخلي اصولو څخه یې سرغړونه کړې وه.

پدې غونډې کې میرمن وارن د امریکا د مدني فعال، مارتین لوتر کینګ د کونډې د یو لیک په استناد پر جیف سیشنس نیوکه وکړه.

جمهوریت غوښتونکي میچ مککانل میرمن وارن ته په خطاب کې وویل چې یاد لیک درې لسیزی زوړ دی او په مجلس کې ددغه لیک لوستل له داخلي اصولو سره په ټکر کې دی.

XS
SM
MD
LG