متحده ایالاتو د کانګرس مخکښ غړی ایلیوت انګل وایي چې طالبان ترهګر دي، خو په ترهګرو سازمانونو کې ددې ډلې شاملول کیدای شي د افغانستان د سولې خبرو ته تاوان ورسوي.
ښاغلي انګل د امریکا غږ اشنا تلویزون له خبریالې، نجیبه خلیل، سره په مرکې کې ټېنګار وکړ، چې طالبانو د جنګ له لارې واک ته رسېدی نشي.
ده دا خبره هم وکړه، چې هېواد به یې هېڅکله هم افغانستان یوازې پرېنږدي.
د دغې مرکې مهمه برخه دلته وګورئ: