د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي سناتورانو له ولسمشر غني سره لیدلي


د امریکا دوه سناتورانو د افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره لیدلي دی.

د ارګ د ټویټر په اساس د امریکا د سنا غړیو هر یو سناتور چک ریډ او سناتور شاهین د شنبې په ورځ د ولسمشر غني سره ولیدل او د سولې په روان بهیر، د دولتي اصلاحاتو راروانو انتخاباتو په شمول ګڼو مسایلو یې سره خبرې وکړې.

د افغانستان په سفر تللو امریکايي سناتورانو د افغانستان د راتلونکو انتخاباتو لپاره د امریکا د ملاتړ ژمنه تکرار کړې او د سولې د یو داسې بهیر د ملاتړ ژمنه یې هم کړی ده چې افغانان پکې د خپل برخلیک اختیار ولري او د افغان مېرمنو حقوق پکې خوندي وي.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، چې ښاغلي غني د راغلو مېلمنو د راتګ او ژمنو مننه وکړه او د امریکا او د افغانستان ترمنځ د دوامدارې همکارۍ لپاره ېې د امریکا د ولس نه هم مننه وکړه.

امریکايي سناتوران پر داسې مهال کابل ته سفر کوي چې د افغان سولې په اړه امریکا او افغان حکومت تر بل هر وخت هڅې تېزي کړي دي.

XS
SM
MD
LG