د لاس رسي وړ اتصالات

په امریکا کې په ډزو کې ۳ تنه وژل شوي


په ډزو کې یو تن ټپي شوي هم دی چې روغتیایي وضعیت یې د اندیښنې وړ دی.
په ډزو کې یو تن ټپي شوي هم دی چې روغتیایي وضعیت یې د اندیښنې وړ دی.

د امریکا د ټکساز ایالت د هیوسټن په ښار کې د شپې ناوخته د نڅا په یو کلب کې په ډزو کې لږ تر لږه ۳ تنه وژل شوي. پولیس وایي په ډزو کې یو بل تن ښه کاري ټپي شوي هم دی.

په سیمه کې مطبوعاتو ویلي چې یو وسله وال د شپې په تقریباً لسو بجو د نڅا کلب ته ننوت او په خلکو یې برناحقه ډزې وکړلې.

په راپورونو کې همدرانګه ویل شوي چې ښایي وسله وال څو تنه و خو دا نده معلومه چې آیا په ډزو کې وسله وال هم وژل شوي که نه. تر اوسه دا هم نده معلومه چې پولیسو د پیښې په تړاو څوک نیولي که نه.

XS
SM
MD
LG