د امریکا په اورلینډو ښار کې د همجنسبازانو په یو کلب شوې حمله کې د پنځوس کسانو وژنه د امریکاپه تاریخ کې د یو تن په لاس د دومره کسانو وژل کیدو لومړۍ پیښه ده چې په اړه ېې د نړۍ د گوټ گوټ نه ېې د غندنې او د امریکايي ولس سره د غمرازی پیغامونه راغلي دي.
دلته په امریکا کې د جمهورریس اوبامه نه پس د جمهوري ریاست انتخاباتو دپاره د دواړو گوندونو کاندیدانو هر یو د جمهوري غوښتونکو گوند کاند کاندید ډونلډ ټرمپ او میرمن کلنټن دغه وژنې غندلي دي. ښاغلي ټرمنپ دغه برید ترورستي عمل بللی او د مسلمانانو نه ېې غوښتي چې دا قسم ترورستي فکر لرونکو خلکو پیژندولو کې د دولت سره کومک وکړي.
بلخوا د دیموکرات گوند کاندیده میرمن کلنټن وايي چې موږ باید امریکا کې مسلمان ټولنو سره جریان کې شو ترڅو د داسې فکر لرونکو ځوانانو مخه ونیسو.
د کیتولیک عیسویانو مشر پوپ فرانیییس د پیښې د قربانیانو کورنیو ته دعا کړیده او د غم دپاره ېې د زغم غوښتنه کړیده.
د افغانستان ولسمشر اشرف غني ، د ملي وحدت حکومت اجرایوي ریس ډاکټر عبدالله عبدالله پخواني ولسمشر حامد کرزي په امریکا کې شوې دغه برید په سختو ټکو غندلی او ویلي چې ترهگري د کوم مذهب قام او نسل سره تړاو نه لري.
د فرانسې جمهورریس فرانسوه اولاند ویلي چې د فرانسې خلک د امریکا د دولت او ولس سره په دې غم کې شریک او ملاتړ ته تیار دي.
د اسرایل صدراعظم بین یامین نتن یاهو ویلي چې اسرایل د امریکا د ولس سره په دې سخت وخت کې اوږه په اوږه ولاړ دی.
د کاناډا صدراعظم جسټن تریډو د ټویټر د لارې ویلي چې موږ د خپل دوست هیواد امریکا سره په دې سخته گړۍ کې ملگري یو او د همجنسبازانو په ټولنه شوې برید غندو،د لندن ښاروال صادق خان او ایټالیا کې د همجنسبازانو د مرکز ویاند هم ویلی چې دوي دغه برید ډیر غمژن کړیدي.