د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا په "شارلټ" ښار کې اضطراري حالت اعلان شوی


په شمالي کارولاینا ایالت کې د پولیسو لخوا د یو تور پوستي سړي له وژلو وروسته، اعتراضونه روان دي
په شمالي کارولاینا ایالت کې د پولیسو لخوا د یو تور پوستي سړي له وژلو وروسته، اعتراضونه روان دي

د متحده ایالتونو د شمالي کارولاینا ایالت په شارلټ ښار کې اضطراري حالت وروسته له هغه اعلان شو چې تیره شپه یوتن اعتراضکونکی د پولیسو لخوا وویشتل شو او د خلکو یو آرام لاریون د پولیسو سره په اخ و ډب بدل شو.

په شارلټ کې د اضطراري حالت د اعلانیدو ترڅنگ، ملي گارډ هم اوس پدې ښار کې ځای پرځای شوي دي.

په شارلټ ښار کې دا اعتراضونه تیره سه شنبې له دې امله پیل شول چې یو تورپوستي پولیس د کیت لیمونت سکاټ په نوم یو ۴٣ کلن تورپوستی د هغه د خپل کور مخې ته له موټر څخه د ښکته کیدو په وخت کې په ډزو وویشت.

پولیس وایي چې سکاټ وسله درلوده او ورته د وسلې د غورځولو امر وشو خو هغه د پولیسو له امر څخه سرغړونه وکړه.

خو د وژل شوي کس کورنۍ وایي چې هغه وسله نه بلکې یوه کتابچه په لاس کې نیولې وه. د دې پیښې عیني شاهدان وایي چې سکاټ خپل لاسونه پورته نیولي وو.

که څه هم د پولیسو کمرې د پیښې ویدیو ثبت کړې ده، خو تراوسه پورې نده خپره شوې.

په شارلټ کې د اضطراري حالت د اعلانیدو ترڅنگ، ملي گارډ هم اوس پدې ښار کې ځای پرځای شوي دي.
په شارلټ کې د اضطراري حالت د اعلانیدو ترڅنگ، ملي گارډ هم اوس پدې ښار کې ځای پرځای شوي دي.

د شارلټ ښار له پیښې نه وړاندې تیره جمعه هم په یوه بله جلا پیښه کې د اوکلاهوما ایالت د تولسا ښار یو سپین پوستي پولیس، یو تن بې وسلې تور پوستی سړی چې خپل موټر ته ور روان و، په ډزو ووژلو.

په شارلټ ښار کې اضطراري حالت وروسته له هغه اعلان شو چې تیره شپه یوتن اعتراضکونکی د پولیسو لخوا وویشتل شو
په شارلټ ښار کې اضطراري حالت وروسته له هغه اعلان شو چې تیره شپه یوتن اعتراضکونکی د پولیسو لخوا وویشتل شو

سږ کال په متحده ایالتونو کې تراوسه پورې تول ټال ٧٠٦ کسان د پولیسو لخوا په ډزو وژل شوي دي.

د واشنگټن پوست د یوې سروې پر اساس، په وژل شویو کسانو کې ١٧٣ تور پوستي او ٣٢۴ سپین پوستي امریکایان شامل دي.

XS
SM
MD
LG