د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا او سلوانیا د 5G په اړه مشترکه اعلامیه لاسلیک کوي 


ټاکل شویده د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د پنجشنبې په ورځ (اګست ۱۳) په سلوانیا کې د هغه هیواد له مشرانو سره وګوري او د 5G ټکنالوژۍ په اړه یوه ګډه اعلامینه لاسلیک کړي.

د تیر کال په ترځ کې د پولنډ، استونیا او چک جمهوریت په ګډون یو شمیر اروپايي هیوادونو د متحده ایالتونو سره د تړون په لاسلیک کولو سره، ژمنه کړې چې د 5G وړاندې کوونکي باید د خپلواکو څیړنو پرته د بهرني حکومت تر کنټرول لاندې نه وي ، چې دا پریکړه د چینايي شرکتونه مخه نیسي.

دا له ۲۰۱۱ کال وروسته لومړی ځل دی چې د امریکا د بهرنیو چارو یو وزیر سلوانیا ته سفر کوي.

ټاکل شوېډه مایک پمپیو نن پنجشنبه د هغه هیواد له لومړي وزیر جینز جانسا ، د بهرنیو چارو له وزیر انزي لوګر او جمهور رئیس بورت پاهور سره وګوري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په دې ملاقات کې به پر اټومي انرژۍ، د غربي بالکان پر ادغام او د انرژۍ پر مسایلو خبرې وشي.

ښاغلی پمپیو د چهار شنبې په ورځ اګست ۱۲ چک جمهوریت کې و، هغه وویل د چین اقتصادي قدرت د سړې جګړې پرمهال د پخواني شوروي اتحاد په پرتله په یو شکل لوی نړیوال تهدید دی.

مایک پمپیو وروسته له هغه دا څرګندونې وکړې چې په لندن کې د چین سفیر تیره میاشت د امریکا متحده ایالات تورن کړل چې د نوامبر میاشتې د جمهوري ریاست له ټاکنو وړاندې له بیجینګ سره د لانجې د کولو هڅه کوي.

د امریکا او چین اړیکي سږ کال د کرونا ویروس د مدیریت، په هانګ کانګ کې د بیجینګ د مداخلې او د چین په لانجمنو جنوبي اوبو کې د هغه هیواد د فعالیتونو له امله خرابې شوي دي.

پمپیو به د روانې اوونۍ په سفر کې اتریش او پولنډ ته هم ولاړ شي.

XS
SM
MD
LG