د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا شمال ختیځ ایالتونه د واورین توپان په انتظار کې


د امریکا شمال ختیځې سیمې د واورین توپان سره مخامخ دي
د امریکا شمال ختیځې سیمې د واورین توپان سره مخامخ دي

د ورجینیا د شمالي برخو نه نیولی، د امریکا تر مین ایالته پورې، ٥٠ میلیونه امریکائیان د یو ستر واورین توپان انتظار کوي.

د مسچوستس په ایالت کې ځیني اوسیدونکي د دې توپان لپاره تیاری نیسي او خپلو کړکیو ته غټې تختې لگوي چې په دیوالونو باندې د اوبو د بهیدو تر څنگ د هغو کوچنیو ډبرو او خځلو مخه هم ونیسي چې اکثراً د توپان سره مل وي.

د واورین توپان خبرداری د امریکا د شمال ختیځ ساحل لپاره نن دوشنبې د غرمې وروسته پیلیږي.

تمه کیږي چې دا ستر توپان د نیویارک ښار هم وځپي. د نیویارک ښاروال بل د بلسیو د یکشنبې ماښام د یو خبري کنفرانس په ترڅ کې وویل چې د واورو دا توپان د دې ښار په تاریخ کې بې ساری دی.

په دې واورین توپان کې نیویارک ایالت یوازې ندی. اټکل کیږي چې د باستن په سیمه کې کابو ٧٥ سانتي متره واورې ووریږي. په بالتیمور کې د توپان د راتگ نه مخکې د واورې پاکولو موټرونو په کار پیل کړی.

د مریلند ایالت یو اوسیدونکي ویلیم جانسن وویل: "دا توپان به دوه نیمې ورځې دوام وکړي نو ځکه مونږ ورته چمتووالی نیولی. ښاروالۍ څه دپاسه ١٥٠٠ ټنه مالگه تیاره کړې ده."

لوی ترانسپورتي مرکزونه هم د دې توپان له وجې د ستونزو سره مخ شوي دي. هوايي شرکتونو ١٨٠٠ پروازونه لغوه کړي دي.

په لسگونو زره خلک چې غواړي نن سفر وکړي له ستونزو سره به مخ شي. په نیویارک کې د کارکونکو څخه غوښتل شوي چې خپلو کورنو کې پاتې شي.

د تیرې اونۍ په اخر کې د هیواد په منځني ایالتونو کې سړکونه ښویه وو خو هغه توپان چې په شیکاکو ښار کې ېې عادي واورې له ځانه سره لرلې، نن به د امریکا ختیځو ساحلي سیمو ته د رسېدو سره ډېر ستر او ویجاړونکی شي.

XS
SM
MD
LG