د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په افغانستان کې مړ عسکر ته تر ټولو لوړ مډال ورکړ


د امریکا جمهور رئیس بارک اوباما د هغه امريکايي عسکر کورنئ ته د امرېکا د پوځ تر ټولو پورته مډال ورکړ چې په افغانستان کې په جنگ کې وژل شوی دی.

نن سپېنه ماڼۍ کې په دې اړه په خاصو مراسمو کې جمهور رئیس اوباما د امریکا د پوځ یوه وړوکي ضابط رابرټ میلر ته د (مډال اف آنر) په نوم یو مډال ورکړ.

نوموړی څلور ویشت کلن عسکر په کال اته دپاسه دوه زره میلادي کې د کونړ په ولایت کې د پا کستان سرحد سره نژدې په جنگ کې مړ شو.

کوم عسکر چې د جگړې نه ژوندي بچ شول، وايي د طالبانو په مقابل کې یې شمیر ډیر کم و، په داسی حال کې چې سختې ډزې روانې وې ، د خپلو ملگرو د ساتلو په خاطر، رابرټ میلر چې دوه وارې لگیدلی و، هماغه شان مخ په وړاندې ته، لاسي بمونه یې وار کړل او د ټوپک ډزې یې کولې.

سپینه ماڼۍ وايي د رابرټ میلر درناوی ځکه کیږي چې د حد نه زیاته مېړانه او جراات یې وښوده. د هغه مور او پلار نن دواړه په دغو مراسمو کې گډون درلود.

XS
SM
MD
LG