د لاس رسي وړ اتصالات

د پنځوايي د پېښې د عسکر وکیل وايي هغه له روحي فشار سره مخ و


د هغه امریکايې عسکر وکیل چې دکندهار د پنجوایي په ولسوالۍ کې د شپاړس ملکیانو په وژلو تورن دی، وايي چې د ده موکل د خواشینۍ او غم له فشارسره مخ و، په تیره کله چې هغه دیوه بل ملگري سخت زخمونه ولیدل. دغه وکیل جان هینري براون وویل چې دغه 38 کلن عسکر خپل یو ملگری عسکر ولیدی چې پښه یې ېوه ورځ د کندهار د پنجوايی د قتل عام نه مخکې الوتلې وه.

وکېل براون داهم وویل چې د ده موکل په دې هم خپه وچې دا څلورم ځل وچې دی د جگړې میدان ته بیول کیده. دغه عسکر په عراق کې هم درې ځلي خدمت کړیدی او په سر باندی زخمی سوی و. دغه راز د هغه د پښې وروستۍ برخه هم له منځه تللې وه. وکیل براون وايې دغه عسکر ته ویل شوي و چې دی به نور د افغانستان د جگړې میدان ته نه لیږل کېږی خو دا فیصله په ېوه شپه کې بدله شوله.

رپوټ وايي چې تراوسه پوري ددغه عسکر نوم ندی اخېستل شوی او نه پرې په رسمی توگه کوم تور لگول شویدی.

په افغانستان کې د امرېکا د قواو مرستیال دامریکا ډگر جنرال کرټیس سکاپروتی خبریالانو ته وویل چې دغه مشکوک امریکایې عسکر د چارشنبې په ورځ ناوخته د هغه د مصوونیت په خاطر د افغانستان څخه وویستل شو چې له محاکمی نه مخکي په مناسبه توگه په توقیف کې وساتل شي او بله خبره دا ده چې امریکایې مفتشان به په آسانۍ وکولې شي چې له هغه نه پوښتنې وکړي.

له بلي خوا نن په قلات کې د آمریکا پرخلاف یو شمیر خلکو مظاهره وکړه او په ښکاره توگه ېې په افغانستان کې ددغه امریکایې عسکر د محاکمه کولو غوښتنه وکړه.مظاهره کوونکو دآمریکا پر خلاف شعارونه ورکړل.

د امریکا د دفاع وزېر لیون پانیته هلمند ته دخپل سفر په ترڅ کې وویل چې دغه پیښه به آمریکا په افغانستان کې د خپل ماموریت نه وانه ړوي، خو پنیته زیاته کړه چې دا مسله د ډېر تشویش وړ ده.

پنېته وویل دی ډاډه دی کله چې د افغانستان نه په ٢٠١۴ مېلادي کې د ناټو ځواکونه وځي، د امریکا او افغانستان مشران به وکولی شي چې په افغانستان کې د ېوې اوږدې مودې پوري د آمرېکایې ځواکونو د پاتې کېدو لپاره ېوې موافقې ته سره ورسېري.

په عېن وخت کې مامورانو وویل کله چې پنیته پرون په پوځي اډه کې د خپلې الوتکې نه راښکته کیدی نو په همدغه شیبه کې ېو افغان ېو موټر وتښتوه او غوښتل ېې چې په ېوه ډله آمرېکایې عسکرو باندې ېې ور ولي، خو موټر ورنه په یوه کنده کې ولوېده، اور ېې واخیستی او خپل هدف ته ونه رسیده.

XS
SM
MD
LG