د لاس رسي وړ اتصالات

سنوډن په روسیې کې سیاسي پناه غوښتې


د ماسکو د هوايي ډګر نه د سنوډن تازه خپور شوی انځور
د ماسکو د هوايي ډګر نه د سنوډن تازه خپور شوی انځور
داسي خبرونه خپاره شوي دي چې د امریکا د استخباراتي ادارې پخوانی قراردادي ایدوارد سنوډن په روسیې کې د سیاسي پناه غوښتنه کړې ده.

په عین حال کې کرملین بیا اشاره کړې چې کیدای شي چې سنوډن ته اجازه ورکړي چې په روسیې کې پاته شي په دې شرط چې هغه د امریکا د استخباراتي پروګرامونو په اړه د جزییاتو د افشا کولو نه ډډه وکړي.


۳۰ کلن سنوډن د جمعې په ورځ د مسکو په هوايي ډګر کې د بشري حقونو د فعالینو او د روسیې وکیلانو سره وکتل. په دغه غونډې کې د یو شمیر ګډون کوونکو له قوله سنوډن ویلي چې غواړي په روسیې کې پاته شي ځکه چې د هغه نه ورسته چې امریکا د سنوډن پاسپورټ لغوه کړ هغه نه شي کولای چې بل هیواد ته پرواز وکړي.

د جنوبي امریکا درېیو هیوادنو چې پکښې وینزویلا، بولیویا، او نیکارګوا شامل دي سنوډن ته د سیاسي پناه د ورکولو وړاندیز کړی دی.
XS
SM
MD
LG