د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: روسیه دې خپله ناکامه ستراتیژي نه غښتلي کوي


ولسمشر اوباما وویل روسیه دې د خپلې ناکامې ستراتیژۍ له غښتلې کولو لاس واخلي.
ولسمشر اوباما وویل روسیه دې د خپلې ناکامې ستراتیژۍ له غښتلې کولو لاس واخلي.

ولسمشر بارک اوباما وايي په سوریې کې د روسیې کړنې کېدی شي د امریکا تر مشرۍ لاندې د ایتلاف د نورو غړو د هغو هڅو مخه ونیسي چې په سوریه کې یې د سیاسي حل لپاره کوي.

ولسمشر اوباما وویل روسیه دې د خپلې ناکامې ستراتیژۍ له غښتلې کولو لاس واخلي.

ده وویل " مونږ په پام کې لرو چې روسیه په دې خبره کړو چې تاسو د هغې ستراتیژۍ د پرمختگ لپاره خپلې هڅې نشئ دوه چنده کولی چی ماتېدل یې حتمي دي."

اوباما د روسیې د هغه ټینګار په اړه خبرې کولې چې غواړي د ترهګریزو ګواښونو په وړاندې د دفاع په برخه کې له سوریې سره د مرستې په پلمه بشار الاسد ته پوځي ملاتړ برابر کړي.

له بلې خوا د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وايي د ناوړه پېښو د مخنیوي لپاره د امریکا ترمشرۍ لاندې ایتلاف سره همغږي مهمه ده.

ده وویل "د نامطلوبو پېښو د مخنیوي لپاره نظم او انسجام مهم دی. مونږ په دې هکله د امریکا ترمشرۍ لاندې ایتلاف له همکارانو سره د هغوی له خوا د عملیاتو له پیل څخه خبرې کړې دي. اوس هم له دې نه چې هیڅ ونشي بهتره ده چې وشي. مونږ د ایتلاف له غړو غواړو چې د سوریې له حکومت او د سوریې له پوځ سره همکاري شروع کړي ."

په داسې حال کې چې ځینې څېړونکي فکر کوي چې د روسیې یوازنی هدف د اسد د حکومت د سقوط مخنیوی دی، اوباما وايي امریکا او ایتلافي متحدینو یې له روسیې سره په ګډه د کار کولو انتخاب له پامه ندی غورزولی که چیری دوی وکولی شي له روسیې سره د سوریې په موضوع توافق ته سره ورسیږي.

دی وايي " که هغوی غواړي چې له مونږ سره او له شپاړسو هېوادونو جوړ هغه ایتلاف سره چې مونږ جوړ کړی کار وکړي، نو د داسې یوه سیاسي حل امکان موجود دی چې اسد به په کې له قدرت څخه لرې او له منځلارو، غېرمذهبی یا سیکولر ځواکونو جوړ یو نوي ایتلاف به رامنځته شي چې په سوریه کې نظم رامنځته کړي."

د سوریې شخړه د حکومت ضد مظاهره کوونکو او حکومتي ځواکونو ترمنځ څلور کاله مخکې هغه وخت پیل شوه چې د اسد حکومت د مظاهره کوونکو د ځپلو له پاره له زور څخه کار واخیست اوپه دې ترڅ کې ډیرکسان ووژل شول.

دغه شخړه وروسته په داسې یوې خونړۍ کورنۍ جګړۍ بدله شوه چې تر دې دمه په کې له دوه نیم لکو زیات کسان وژل شوي او په میلیونونو نور بې ځایه شويدي.

XS
SM
MD
LG