د لاس رسي وړ اتصالات

جان کري: له مسکو سره، د سوریې د اوربند لپاره، معامله وشوه


جان کري سږکال د فبروري په څلورمه په لندن کې وویل " د سولې لپاره لاره اوس زموږ په مخکې ده".
جان کري سږکال د فبروري په څلورمه په لندن کې وویل " د سولې لپاره لاره اوس زموږ په مخکې ده".

ښاغلي کري په اردن کې په یو خبري کنفرانس کې وویل د سوریې د پوځ او مخالفو سیاسی ډلو ترمنځ جگړه په څو ساعتونو کې بندیدلې شي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کري نن وویل دی له خپل انډول سرگې لاوروف سره د اوربند یوې داسې موقتي موافقې ته رسېدلی دی چی په سوریه کې شخړې بندولی شي. خو هغه داهم وویل چې یوڅه لاینحله مسایل لاتراوسه پورې هم پاتې دي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کري نن په عمان کې داخبرې په داسې حال کې وکړې چی د اردن د بهرنیو چارو وزیر ناصر جوده هم ورسره و.

جان کري په عمان کې خبریالانو ته وویل چی په سوریه کې د شخړو د بندولو لپاره طرحې او لارې چارې اوس بشپړې شوی دي.

د بهرنیو چارو وزیر جان کري وویل " زه په دې عقیده یم چی موږ د یو اصل په توگه د خبرو په ترڅ کې یوې موقتي موافقی ته رسیدلی یو. دشخړې د بندولو شرایط په راتلونکیو څو ورځوکې عملی کېدلی شی.

ښاغلي کري، د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرگې لاوروف سره د اوربند په شرایطو څو څو ځلې خبرې کړې وې. نن د یکشبنی په ورځ ېې هم ورسره په همدې مسئلې خبرې وکړې.

ښاغلي کری زیاته کړله چې داکار لا تراوسه پورې بشپړ شوی ندی، خو زه دېته سترگې په لاریم چې زموږ ولسمشر اوباما او ولسمشر پوټین به په راتلونکیو څوورځوکې خبرې وکړي چی دامعامله بشپړه کړي.

په مسکو کې دروسیې د بهرنیو چارو وزیر سرگې لاوروف داخبره تائید کړله او په یوه لیکلې وینا کې ېې وویل چې د جان کری او سرگې لاروف ترمنځ خبرې په سوریه کې داوربند د شرایطو په برخه کې وې. دغو دواړ چارواکیو داوربند په شرایطو په سوریه کې خبرې وکړې، خو هغه ډلې به پکې شاملې نه وي چې ملگري ملتونه ېې ترهگرې ډلې بولي.

د متحده ایالاتو اوروسیې دغه دوه جگپوړي دیپلوماتان اوس دیته اړدي چی خپل متحدین په دې قانع کړي چې دغه معامله لاسلیک کړي. مسکو په دې شخړه کې دهغو ډلو ملاتړ کوی چی د سوریی د ولسمشر بشارالاسد د رژیم ملاتړې ډلې دي. ښاغلي کري په اردن کې په یو خبري کنفرانس کې وویل د سوریې د پوځ او مخالفو سیاسی ډلو ترمنځ جگړه په څو ساعتونو کې بندیدلې شي.

یوه دیپلومات هم ددې پیلیزو خبرو تفصیل ندی خپور کړی.

XS
SM
MD
LG