د طالبانو د سیاسي دفتر یو هیت د سولې د مذاکراتو لپاره د زمینې د برابرولو په موخه د ازبکستان په مرکز تاشکند کې له چارواکو سره لیدلي دي.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې لنډې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي چې د افغان دولت د وسله والو مخالفینو د پلاوي مشري، په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر رئیس، محمد عباس ستانکزي کوله. طالب استازي د اګست میاشتې له ۷-۱۰ نېټې پورې په ازبکستان کې و.
په اعلامیې کې راغلي چې ازبک دېپلوماتانو د طالب استازو هرکلی کړی او دواړو لوریو په "افغانستان کې د سولې د بهیر پر شرایطو" خبرې کړې دي.
ازبکستان د ۲۰۱۸ کال د مارچ په میاشت کې د افغانستان د سولې لپاره یوه غونډه رابللې وه.
څو اونۍ مخکې امریکايي رسنیو خبر ورکړ چې د جنوبي آسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت جګپوړې دېپلوماتې الیس ویلز په قطر کې له طالب استازو سره لیدلي دي.
طالب مشرانو په داسې حال کې د سولې د خبرو لپاره ازبکستان ته تللي چې له دوو ورځو راپدې خوا وسله والو مخالفینو د غزني ولایت د سقوط لپاره جګړه پېل کړې ده.
د افغانستان حکومت وایې چې له طالبانو سره په لوي اختر کې د اوربند د اعلانولو پر پلان کار کوي.
حکومت ټینګار کوي چې د امریکا په شمول نور طرفونه د سولې د مذاکراتو لپاره د زمینې په برابرولو کې له کابل سره همکاري کوي. افغان او امریکايي چارواکي وایې چې د سولې هر ډول رسمي مذاکرات به د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو په مالکیت وي.