د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د طوپان ځپلو سیمو وروستی حالت


د امریکا په جنوب او ختیځ ایالتونو کې خلګ د دوو طوپانونو څخه وروسته چې په کښي په لسګونو تنه خلګ ووژل شول، پرون د یکشنبې په ورځ بیرته د بیړنیو چارو د کارکونکو سره په ویجاړ شویو کورونو او دوکانونو کې ګرځیدل او په دې هڅه کې وو چې عادي ژوند ته ستانه شي. د امریکا ولسمشر بارک اوباما هغو ایالاتونو ته چې په کښي دغه ناورین رامنځ ته شوی و، د امریکا د بیړنیو مرستو د ادارې د مرستې وړاندیز وکړ.

دغو طوپانونو چې د څو ورځو راهسي د هوا پېږندې د ماهرینو له خوا یې وړاندوینه شوې وه، د امریکا په ۵ ایالتونو کې لږ تر لږه ۳۸ کسه ووژل.

د امریکا د الباما، جورجیا، انډیانا، کنتکي او اوهایوو د ایالتونو په ځینو سیمو کې طوپانونه یا ټورنیډوس کورنه او خلګ زیانمن کړل. د ژغورنې عمله اوس هم د پېښې په قربانیانو پسي لټون کوي.

د کنتکي ایالت د ویست لیبرتي په کوچني ښارګوټي کې هیڅ داسي ماڼۍ نه وه چې اغیزمنه شوې نه وي.

جان کروچ چې په خپله د یوې پلورنځۍ خاوند دی او د کار ودانۍ یې زیاته اندازه خرابه شوې ده. یادشوی طوپان ډیر خطرناکه بیانوي. د هغه میرمن تانا وايي چې د زیان برسیره دوي غواړي چې خپل کاروبار بیا پیل کړي.

هغه داسي وايي: ،،مونږ دا کاروبار پیل کړ او د پیل راهسي پر مونږ باندي د مشتریانو ډیر بیروبار وو.،،

په داسي حال کې چې په اغیزمنو ایالتونو کې د ملي ګارډ ځواکونو او د ژغورنې ډلو هڅه کوله چې د اغیزمنو سیمو او خلګو سره مرسته وکړي، د امریکا ولسمشر بارک اوباما دغو ایالتونو ته د امریکا د بیړنیو مرستو د ملي ادارې د مرستې وړاندیز وکړ.

د یادونې وړ ده چې د هوا پېږندنې ادارې مخکي د مخکي خبرداری ورکړی و چې د جمعې په ورځ به کوچني او غټ طوپانونه راځي.

د امریکا د هوا پېږندنې د ملي ادارې څخه ماهرین وايي چې په لسو کلونو یو ځلي د مارچ په میاشت کې دغه راز طوپانونه راځي.

دغه طوپانونه هغه مهال رامنځ ته کېږي چې باد او شمال د میسیسیپي سیند څخه حرکت وکړي او د مکسیکو د خلیج څخه د ګرمې هوا سره یوځای شي.

د انډیانا په ایالت کې ښوونکي، د ښوونځۍ چارواکي او ددغه ایالت والي له دې امله شکر ګزاره دي چې د هینري ویل په دوو ښوونځیوو کې کله چې طوپانونه راغلل ماشومانو ته زیان ونه رسیدی.

سخت طوپان د ابتدایه لیسې بشپړ دویم منزل له منځه یوړ او د عالي لیسې د چت ځیني برخه یې پورته کړې.

د انډیانا والي میچ دنیل داسي وايي: ،،زه فکر کوم چې کله دلته تمرینات کیدل چې ددغسې وضعې سره د مقابلې چمتوالی رامنځ ته شي نو ښايی خلګو ته هغه وخت حماقت معلومیدی خو دې تمریناتو په دومره قوي طوپان کې هیڅ چا ته په دې ښوونځیو کې تلفات وانړول.،،

کوډي سټیورټ د الباما ایالت د هاروسټ په سیمه کې ژوند کوي هغه اوس د طوپان نه وروسته راغلی دی چې خپل کور ته رسیدلې خساره وڅاري. هغه وايي چې څه موده کیدله چې د تیرکال د طوپان نه وروسته یې چې په هغه کې یې هم کور ویجاړ شوی و ، بیرته خپل کور جوړ کړ او بل طوپان پر راغی.

هغه داسي وايی: ،،زه فکر کوم چې د یوه وخت دپاره به زه په یوه اپارټمان کې ژوند وکړم او پریکړه به وکړم چې په راتلونکې کې چیري ژوند وکړم. زه فکر نه کوم چې په دې سیمه کې دي نور پاته شم.،،

د جمعې د ورځې طوپانونو د کنتکي په ایالت کې ۱۹ کسه ووژل، د انډیانا په ایالت کې یې ۱۴ کسه ووژل، د اوهایو په ایالت کې یې ۳ کسه ووژل او د الباما او جورجیا په ایالتونو کې یې یو یو کس ووژی.

XS
SM
MD
LG