د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایانو ته د سفر په اړه د بهرنیو چارو وزارت خبرتیا


په واشنگټن ډي سي کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړی چې د نړۍ په هر گوټ کې وي، باید لازم امنیتي تدابیر دې ونیسي.

دا خبرداری یوه ورځ وروسته له هغې ورکول کیږي چې د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ بیت المقدس د اسرائیل د پلازمینې په توگه وپیژانده او د بهرنیو چارو وزارت ته یې امر وکړ چې خپل سفارت له تل ابیب نه بیت المقدس ته انتقال کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه کې راغلي چې امریکایي اتباع د نړۍ هر گوټ ته چې سفر کوي باید له پوره احتیاط نه کار واخلي.

په اعلامیه کې ذکر شوي چې "ترهگریز بریدونه، سیاسي بی ثباتۍ او تاوتریخوالی په اکثرو مواردو کې پرته له خبرداري پیښیږي" نو په دې خاطر امریکایان باید د سفر په ترڅ کې لازم امنیتي تدابیر په پام کې ونیسي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت همداشان د نړۍ له گوټ گوټ نه اسرائیل ته د امریکایانو د سفر په اړه خبرداری ورکړی.

په دې ترڅ کې په اسرائیل کې د امریکا جنرال قونسلګرۍ بیت المقدس او غربي غاړې ته د امریکایانو او د هغوی د کورنیو شخصي سفر محدود کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې دا هم راغلي دي چې د نړۍ په گوټ گوټ کې د امریکا غږ دفترونه باید د احتمالي خطرونه په وړاندې باخبره اوسي، ځکه پیښې ښایي په یو ډول نه په یو ډول د امریکا غږ فعالیت متاثر کړي.

د جمهور رئیس ټرمپ له خوا د اسرائیل د پلازمینې په توگه د بیت المقدس له پیژندنې وروسته اسرائیلي مشرانو د جمهور رئیس ټرمپ په څرگندونو خوښي کړې له هغه نه یې مننه کړې ده.

رویترز د امریکا د دیپلوماتیکو سرچینو په حواله لیکي چې هغوی له اسرائیل غوښتي چې د خورا ډیرې خوښۍ له څرگندولو ډډه وکړي.

XS
SM
MD
LG