د لاس رسي وړ اتصالات

د ولسمشر ټرمپ پر ضد نیویارک کې لاریون روان دی


لاریون کوونکی: دا شرم دی چې داسې یو ولسمشر لرو چې نه غواړي د سپین پوستو تفوق غوښتونکو د څرګند نژادي برید په اړه موقف ونیسي
لاریون کوونکی: دا شرم دی چې داسې یو ولسمشر لرو چې نه غواړي د سپین پوستو تفوق غوښتونکو د څرګند نژادي برید په اړه موقف ونیسي

یو شمیر امریکایان په نیویارک ښار کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سوداګریز دفتر څخه بهر په لاریون وتلي دي.

دغه لاریون له پرون راهیسې د ویرجینیا ایالت په شارلیتسویل سیمې کې د مرګوني نژادي تشدد په اړه د ولسمشر ټرمپ د څرګندونو پر ضد په لاره اچول شوی دی.

سلګونو خلکو ډ ټرمپ ټاور په نامه د امریکا د ولسمشر د شخصي کاروبارونو له دفتر څخه بهر اوږده کتارونه جوړ کړي دي.

یو تن لاریون کوونکي وویل: "دا شرم دی چې داسې یو ولسمشر لرو چې نه غواړي د سپین پوستو تفوق غوښتونکو لخوا د یو څرګند نژادي برید په اړه موقف ونیسي."

ټرمپ په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې سپین پوستي تفوق غوښتونکي او هغه خلک چې دغه ډله نه خوښوي دواړه په شارلیتسویل کې د تشدد په جوړولو کې په یو ډول نه یو ډول ونډه لري.

ټرمپ ویلي: "تاسې دواړو اړخونو ته وګورئ، فکر کوم چې ملامتي پر دواړو لوریو ګرځي."

خو له روانو اعتراضونو سره سره، یو شمیر خلک شته چې د ولسمشر ټرمپ له خبرو څخه ملاتړ کوي. د ولسمشر ټرمپ یوه ملاتړي ویلي چې "هغه [ټرمپ] کاملاً نازي ضد دی، هغه د اسرائیلو او امریکایانو پلوی دی."

د ویرجینیا ایالت په شارلیتسویل کې د روانې اونۍ د شنبې ورځې په تاوتریخجنو مظاهرو کې یوه ښځه ووژل شوه او ګڼ شمیر خلک ټپیان شول.

XS
SM
MD
LG