د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په ترکیې او تاجکستان باندي د مذهبي حقوقو انتقادونه کړي


د امریکا د حکومت په یوه رپوټ کې تاجکستان او د امریکا انډیوال هیواد ترکیه د هغو هیوادونو په لیست کې شامل شویدي چې د مذهبي حقونو ناوړه سرغړونکي بلل کیږي. دغه رپوټ چې تمه کیږي د راتلونکې سې شنبې په ورځ به د امریکا د مذهب د نړیوالې آزادۍ د کمیسون لخوا خپور شي، پکښې ویل شویدي چې ترکیې د مذهب په آزادۍ باندې سیستوماتیک محدودیتونه وضع کړیدي.

ترکیه او تاجکستان د 16 هغو نورو هیوادونو په لیست کې وراضافه شویدي چې د دې کمیسون لخوا د اندیښنې وړ ګڼل کیږي.

په واشنګټن کې د ترکیې سفیر مامیک تان ددغه کمیسون دا اقدام رد کړ . هغه د اسوشیټیډ پریس خبري اژانس ته ویلي دي چې که چیرته منصفانه وکتل شي نو هيڅوک به هم دا ونه مني چې ترکیه دې هغه شان وي لکه څرنګه چې په رپوټ کې ښودل شویده.

سفیر دا هم ویلي دي چې د ترکیې حکومت تیر کال دا هڅه کړې وه چې د غیري اسلامي ټولنو نیول ضبط شوي مواد بیرته هغوي ته وسپاري او تر څنګ یې دا هم ویلي دي چې د ترکې نه اندیښنه لرل بې عدالتي ده او دوي دا تمه نه درلوده.

د نورو ستونزو تر څنګ، په رپوټ کې په ترکیې باندې دا انتقاد هم شویدی چې د غیرې اسلامي ډلو لپاره یې قوانین وضع کړیدی، د هغوي د رهبرانو د روزنې، تعلیم او د عبادت د ځایونو په څرنګوالي باندې یې محدویتونه وضع کړیدي.

دغه کمیسون د امریکا د کانګریس لخوا په 1998 میلادي کال کې جوړ شویدی چې د ولسمشر، د بهرنیو چارو د وزیر او د کانګریس د غړو لپاره د مذهبي آزادۍ په اړه رپوټونه برابروي. د ترکیې او تاجاکستان تر څنګ، برما، شمالي کوریا، مصر، ایریتیریا، ایران، عراق، نایجیریا، پاکستان، چین سعودي عربستان، سوډان، ترکمنستان، ازبکستان او ویتنام هم د اندیښنې وړ په هیوادونو کې شامل دي.

دا چې ترکیه د امریکا سره دناټو په تړون کې ملګرې ده نو او دا نور هیوادونه ندي نو دا احتمال نلري چې د امریکا حکومت دي د هغه پر ضد کوم قوي اقدام وکړي. او بله دا چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ترکیې په اړه دا ډول نظر نلري لکه څرنګه چې په رپوټ کې څرګند شویدی.

د دې کمیسون په رپوټ کې همدارنګه د ځینو هغو هیوادونو نومونه راغلي دي چې خاصې څارنې ته اړتیا لري ځکه چې د دغو هیوادونو د حکومتونو لخوا یا خو ځینې سرغړونې کیږي او یا یې هغوي برداشت کوي. په 2012 میلادي کې پدې لیست کې 9 هیوادونه افغانستان، بیلاروس، کیوبا، هند، اندونیزیا، لاووس ‎، روسیه، سومالیا او وینزویلا شامل شول .

XS
SM
MD
LG