د لاس رسي وړ اتصالات

پر وېنزوېلا د امریکا احتمالي پوځي برید؛ ګټې او زیانونه


د وېنزوېلا د ولسمشر نیکولاس مادرو د رژیم د پرځولو په خاطر د امریکا ممکنه پوځي مداخلې د خلکو ژوند ته د خطر د پېښېدو اندېښنې زیاتې کړي دي.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې پر وېنزوېلا برید "یو انتخاب" دی خو ملت ته د کلنۍ وینا په ترڅ کې د هغه ټینګار دا و چې په نړۍ کې پر مصرفه پوځي مداخلې راکمې شي.

د پوځي برید په اړه د ولسمشر ټرمپ نظریو هغه ګمانونه زیات کړي چې ممکن امریکا یوه بله بهرنۍ جګړه پیل کړي.

ځېنې اویې چې قهریه قوه به نیکولاس مادورو له واکه لېرې کړي او ځېنې نور پدې باور دي چې پوځي مداخله به د مادورو ملاتړ زیات کړي

متحدو ایالتونو، اورپایې ټولنې او یو شمېر نورو هېوادونو د وېنزوېلا د ملي شورا رئیس هوان ګوایدو د موقت ولسمشر په صفت په رسمیت پېژندلی دی.

هغوي ویلي چې ولسمشر نېکولاس مادور لدې کبله چې د ۲۰۱۸ کال په انتخاباتو کې درغلي کړې، هېڅ مشروعیت نه لري.

د ولسمشر ټرمپ ادارې ددې پخاطر چې د مادورو رژیم ختم کړي، پر وېنزوېلا یې اقتصادي بندویزونه زیات کړي او د تیلو عایدات یې منجمد کړي دي.

د امریکا د پوځي مداخلې پلویان وایې چې ښایي وېنزوېلایان د زور د کارولو هرکلی وکړي.

د هرتیچ څېړنیز بنیاد غړې مېرمن انا کوېنټانا وایې چې د وېنزوېلا خلک

"پدې نظر دي چې یواځنۍ لار چې دغه مجرم حکومت وپرځول شي، د قهریه قوې کارول دي."

مخالفانو ویلي چې په وېنزوېلا کې بشري بحران به د امریکا لپاره امنیتي خطر پېښ نه کړي.

د امریکا د ملي امنیت شورا د سلاکار جان بولټن په کتابچه کې "کولمبیا ته د پنځو زرو عسکرو" د لېږلو، لیکلی یاداشت لیدل شوی دی. دغه متن یو لړ اندېښنې زېږولي چې ممکن امریکا له وېنزوېلا سره د کولمبیا په سرحد کې پوځيان دېره کړي.

د امریکا د پوځي کالج استاد اېوان اېلېس وایې "دا امکان د تصور وړ ده چې د ګوایدو د حکومت د غړو د محافظت لپاره پوځي اقدام وشي."

حتي یوه معمولي پوځي مداخله هم د وېنزوېلا د سمبال پوځ پر وړاندې د یوې دوامدارې جګړې خطر له ځانه سره لري او ممکن په ولسونو او سیمه کې له مادورو څخه ملاتړ زیات کړي.

کاناډا او په لاتینې امریکا کې د متحدو ایالتونو مهم ملګري د وېنزوېلا پر وړاندې د پوځي زور پر کارولو محتاط دي.

پر وېنزوېلا د امریکا احتمالي پوځي برید؛ ګټې او زیانونه
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:12 0:00

XS
SM
MD
LG