د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د 'مخدراتو پر ضد د مبارزې' تاریخچه


حکومت په ٢٠٠٩ کال کې وویل چې په امریکا کې څه د پاسه ١،٣ میلیونه خلک د مخدارتو په تړاو په سرغړونو نیول شوي.
حکومت په ٢٠٠٩ کال کې وویل چې په امریکا کې څه د پاسه ١،٣ میلیونه خلک د مخدارتو په تړاو په سرغړونو نیول شوي.

په امریکا کې پنځوس کاله پخوا د "مخدراتو پر ضد مبارزه" اعلان شوې وه. کارپوهان وایي چې د مخدراتو په وړاندې په نوې مبارزې کې د پخوانیو اشتباهاتو د تکراریدو گنجایش نشته.

ریچارد نکسن په ١٩٧١میلادي کال کې د مخدراتو پر ضد د امریکا مبارزه اعلان کړه.

له هغه وخت نه راپدیخوا د مخدراتو پر ضد مبارزه د امریکا د هر جمهور رئیس د لومړیتوبونو څخه ده.

جمهور رئیس ترمپ د مخدراتو په وړاندې مبارزې لپاره جلا دریځ غوره کړی.

په تیرو څو لسیزو کې د درملو د کنترول د ادارې مامورین او فعالیتونه څو برابره ډېر شوې دي.

په مکسیکو او جنوبي امریکا کې په میلیاردونو دالره د مخدره موادو د هغو قاچاقبرانو په وړاندې په پوځي عملیاتو مصرف شوې چې په متحده ایالاتو کې د کوکائین، هیروین او نورو مخدراتو په پلورولو سلگونه میلیونه ډالره گټل.

یو خوا د امریکا مرکزي استخباراتو سي آی اې په پټه په نیکاراگوا کې د کانترا یاغیانو ته پیسې ورکولې، بلخوا دغه یاغي ډلې په زرگونه پونډه کوکاکین امریکا ته قاچاق کړل.

هیواد ته د کوکاینو راتگ نوی اعتیاد رامنځ ته کړ.

په متحده ایالاتو کې د مخدراتو ضد اعلانونو او کمپیانونو، د دې مرگوني توکيو په مخنوي کې چندان مرسته ونکړه.

حکومت په ٢٠٠٩ کال کې وویل چې په امریکا کې څه د پاسه یو اعشاریه درې میلیونه خلک د مخدارتو په تړاو په سرغړونو نیول شوي او مخکې هم دوه نیم لکه خلک د مخدراتو په جرمنو زنداني و.

د مخدراتو ضد مبارزه له اعلانه څلوښت کاله وروسته چې یو تریلون ډالر پکې مصرف شو په ٢٠١١ کال کې د مخدراتو د پالیسۍ په اړه نړیوال کمیسیون اعلان وکړ چې د مخدارتو ضد مبارزه ناکامه ده.

اوس د خلکو نظر د مخدراتو په تړاو د جنایي مسلو نه اړولي او د اپیومو زیات مصرف ته د عامه روغتیا د بحران په سترگه گوري.

XS
SM
MD
LG