د لاس رسي وړ اتصالات

د واشنټګن ایالت د برید تلفات پنځو کسانو ته ورسېدل


د برید انګیزه لا معلومه نه ده
د برید انګیزه لا معلومه نه ده

د متحدو ایالتونو په شمال- لویدیځ کې د واشنګټن پولیس وايي د ارلینګټن په سیمه کې د سوداګرۍ په یو لوی مارکیټ کې د برید تلفات پنځو کسانو ته ورسېدل.

برید د جمعې په ورځ ناوختهد میسي په نامه یو مارکیټ کې دننه وشو. په وژل شویو کسانو کې یې څلور ښځې او یو سړی شامل دي.

د واشنګټن ایالت یو پولیس چارواکي، مارک فرانسیس وویل چې بریدګر په تېښته دی او په ورستي ځل د برلینګټن په کاسکډي سیمه کې لیدل شوی دی، خو پولیس ورپسې دي.

چارواکو په ټولینزو رسنیو کې د یو کس تصویر خپور کړی، چې شک کیږي بریدګر به وي.

ښاغلي فرانیسیس وویل چې شاید بریدګر هسپانوي امریکايي وي او تور کمیس یې پر تن دی.

تراوسه لا د برید اصلي انګیزه معلومه نه ده، خو پولیس وايي چې په دې اړه به ورسته پلټنې هم کوي.

XS
SM
MD
LG