دامرېکا جمهوررئېس وایي دی به هغو سېمو ته سفر وکړي چې دېکشنبی په ورځ په مېزوری کې سخت توپان وځبلی او دغه تباهي یې زړه ماتوونکې وبلله.
هغه د لندن د سفر په وخت کې داخبری وکړلی او وعده ېې وکړله چې د فېدرالی حکومت په لاس کې موجودی منابع به دېته وقف کړی چې له قربانېانو سره مرسته وکړی چې هغوی خپل ژوند بېرته سنبال کړی.
د امریکا د میسوري په ایالت کی د بوړ بوړکی ترسخت توپان وروسته د قربانیانو شمېر نور هم لوړ سوی دی.
چارواکو خبر داری ورکړی دی چی د یکشنبې په ورځ لږترلږه ۱۱۶ تنه وژل سوي دي.
تر نړېدلو کورونو لاندي د نورو قربانیانو د موجودیت امکانات هم ډېر دي.
ددغه ایالت د جا پلېن د ښار چی ۵۰ زره اوسېدونکي لري ، یو پر دریمه برخه نړېدلې ده. تقریباً ۲۰۰۰ ودانۍ چپه سوي دي. رپوټ وايی چی ددغه توپان باد په ېوه ساعت کې د 265 کېلومترو په سرعت لګېده.
رپوټ وايی داسی تخبرېبوونکی توپان په تېرو 60 کلونو کې سابقه نلری. ددغه ښار خلکو ته د 24 نه مخکی خبرداری ورکړل شوی چې ځانونه خوندی کړی.
په مېنی سوتا اېالت کې هم ېوسړی وژل شوی او تقرېبا 30 کسان ېې زخمی کړېدی. دغه توپان د وېسکانسن او اوکله هوما پر اېالتونو هم تېرشو.