د لاس رسي وړ اتصالات

کرکټ؛ امریکا بنګله دېش ته په دویمې شل اوریزې لوبې کې هم ماتې ورکړه


د متحدو ایالتونو د کرکټ لوبډله
د متحدو ایالتونو د کرکټ لوبډله

د امریکا د متحدو ایالتونو د کرکټ لوبډلې په لومړي ځل د کرکټ د نړیوالې شورا د یو بشپړ غړي هېواد څخه د شل اوریزو لوبو یوه لړۍ وګټله.

امریکا د پنجشنبې په ورځ مۍ ۲۳ (جوزا درېیمه) بنګله دېش ته په دویمې شل اوریزې سیالۍ کې هم ماتې ورکړه.

دا د دریو لوبو لړۍ ده چې د سه شنبې په ورځ پیل شوې.

د پنجشنبې د ورځې په لوبې کې امریکا د خپل کپتان موناک پټېل د ۴۲ منډو په مرسته په ټاکلو شویو شلو اورونو کې بنګله دېش ته د ۱۴۵ مندو هدف وټاکه.

خو بنګله دېش یوازې ۱۳۸ منډې وکړې او لوبه یې وبایلله. د بنګله دېش په لوبدلې کې تر ټولو ډېرې ۳۶ منډې کپتان نجم الحسین شانټو وکړې.

د امریکا تېز توپ اچوونکی علي خان د لوبې غوره لوبغاړی شو. ده د بنګله دېش درې لوبغاړي اوټ کړل او په ۳.۳ اورونو کې یې ۲۵ منډې ورکړې.

د متحدو ایالتونو او بنګله دېش ترمنځ د روانې لړۍ درېیمه او وروستۍ لوبه د شنبې په ورځ ده.

دا لوبه د امریکا د ټکساز ایالت د هیوسټن په ښار کې وشوه. لومړۍ لوبه هم همدلته شوې وه. دا هغه میدان دی چې د کرکټ د ۲۰۲۴ د نړیوال جام ځینې سیالۍ به هم په کې کېږي.

متحده ایالتونه او ویسټ انډیز د دغو سیالیو کوربانه دي. د نړیوال جام لومړۍ لوبه د جون په لومړۍ نېټه په همدغه میدان کې د متحدو ایالتونو او کاناډا ترمنځ‌ ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG