د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا او چین له افغانستان سره پر ګډو مرستو موافقې وکړې


.
.

امریکا او چین په گڼ شمیر خپلمنځي او نړیوالو موضوعاتو باندې د موافقې په ترڅ کې ژمنه وکړه چې په افغانستان کې به د یو مشترک هدف لپاره کار کوي، د یو دیموکراتیک، خپلواک، یو موټی او خوندي افغانستان جوړول د دواړو هدف دی.

د سپینې ماڼۍ یوه خپره شوې اعلامیه وايي امریکا او چین ژمنه وکړه چې د افغانستان د ملي وحدت حکومت، امنیتی ځواکونه، او د اقتصادي پلانونو ملاتړ به کوي چې افغانستان بیا د ترهگرو ځاله ونه گرځي.

دوی په دې هم موافقه وکړه چې د افغانانو په مشرۍ به د افغانانو د سولې او بیاپخلاینې د پروسې او د اقتصادي پروژو ملاتړ به کوي چې افغانستان د سیمې په اقتصاد کې شامل شي.

امریکا او چین د شین کوریزو ګارزونو د کچې د کمولو پلانونه هم اعلان کړل او دغه کار ددې هیوادونو د مشرانو د غونډې تر ټولو مهمه لاسته راوړنه بلل کیږي.

ولسمشر بارک اوباما وویل، امریکا ژمنه کوي چې تر ٢٠٢٥ کال پورې به د گازونو تولید د ۲۸۹ او ۲۶ ترمنځ راټیټ کړي، دغه هدف د گازونو د راکمولو د اوسنۍ تگلارې دوه برابره لوړ دی.

ولسمشر اوباما وویل " زه ولسمشر شي، دده ټیم او د چین د حکومت ژمنه ستایم چې دوی به په چین کې د کاربن اگسایډ تولید کموي، وروستی حد یې وټاکه او له هغې وروسته به یې کچه را کموي. نن زه دا اعلان هم کوم چې امریکا به هم شین کوریز ګارزونه تر ٢٠١٥ م پورې ٢٦، ٢٨ فیصده راکموي."

د چین ولسمشر شي جن پینگ وویل چې په چین کې به د کاربن اګسایډ تولید په ٢٠٣٠ کال کې خپل وروستي حد ته ورسیږي. دا لومړی ځل دی چې ددې چاپېریال د ککړوونکې هیواد لخوا دغه ډول ژمنه وشوه.

په خبري کنفرانس کې ښاغلي اوباما د چین او امریکا گډ اعلان وستایه او وویل چې دا ددې ښه بېلگه ده چې که دواړو هېوداونو وغواړي هدف ته رسېدل امکان لري. ښاغلي اوباما د چین مشران وستایل چې پر هغو موضوعگانو هم خبرو ته تیار دي، چې ددې دوو سترو اقتصادي زبرځواکونو ترمنځ جنجالي دي.

دواړو مشرانو په هانگ کانگ کې د دیموکراسۍ پلوو پر هغو مظاهرو هم خبرې وکړې، چې د یو شمیر چینایانو په گمان، تر شا یې د واشنگټن لاس و.

ولسشمر اوباما وویل امریکا په لاریونونو کې هیڅ لاس نه درلود. خو په دې یې ټینگار وکړ چې د چین په دې نیمه خپلواک هانگ کانگ کې د ازادو او عادلانه ټاکنو پلوي کوي.

ولمشر شي جن پنگ د بیجنگ پخوانی دریځ تکرار کړ چې لاریونونو غیرقانوني وو او هغه یې د چین داخلي موضوع وبلله "د هانگ کانگ چارې په بشپړه توگه د چین داخلي موضوع ده او هیڅ یو بهرنی هیواد باید د هانگ کانگ په چارو کې په هیڅ ډول مداخله ونه کړي. موږ به په خپله په هانگ کانگ کې د بهرنیو اتباعو او د بهرنیو شرکتونو حقوق ساتو. خو زه فکر کوم چې ددې خبرې د ویلو اړتیا نه شته چې قانون باید په هر ځای کې مراعات شي."

بلخوا د همدې سیمې د اقصادي همکاریو د سازمان اسیان په کلنۍ غونډه کې د کوربه هیواد میانمر ولسمشر تان سین وویل چې دغه غونډه باید یو شمیر جدي سیمه ییزې موضوعاگانې حل کړي.

هغه زیاته کړه "موږ باید د یوشمیر هغو مسایلو د حل کولو قابلیت زیات کړو چې د سیمې ټولو هیوداونو کې شته. په دې کې د هوا تودوخه، د طبعي افاتو سره مبارزه، د خوراکي موادو زیاتوالی، ساري ناروغی، د تشدد ختمول، انټرنیټي امنیت، او د مخدره موادو او انساني قاچاقو مخنیوی، شامل دي. "

XS
SM
MD
LG