د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا په نورو پنځو ایالتونو کې ګوندي انتخابات کیږي


تر دې دمه په ګوندي انتخاباتو کې ډونلډ ټرمپ او هېلري کلنټن تر نورو مخکې دي.
تر دې دمه په ګوندي انتخاباتو کې ډونلډ ټرمپ او هېلري کلنټن تر نورو مخکې دي.

د امریکا په قلمرو پورتوریکو او پنځو نورو ایالتونو کې د شنبې او یکشنبې په ورځو کې کوندي انتخابات کیږي چې، د جمهوري ریاست لپاره د څوکۍ لپاره د جمهوري غوښتونکو او ډیموکراتانو کاندیدان معلوم شي.

کوندي انتخابات د امریکا په کنساس، کنټکي، لوزیانا، مېن او نبراسکا کې کیږي.

دغه ټاکنې په داسې حال کې کیږي چې د جمهوري غوښتونکي ګوند غړي په دې سره وېشلي دي چې څوک د ولسمشریزو ټاکنو ته کاندید کړي. د پنجشنبې په انتخاباتي مناظرې کې دریو مخکښو کاندیدانو په یو بل باندې شخصي حملې وکړې چې ډېرو څارونکو ښې نه دي بللي.

په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو کاندید مټ رامني په ګډون د ګوند ډېرو مشرانو پر ډونلډ ټرمپ کلکې نیوکې کړې او ویلي یې چې هغه دولسمشرۍ څوکۍ ته د کاندیدو لپاره مناسب کس نه دی.

خو ډونلډ ټرمپ بیا مټ رامني یو حسود او متنفر کس بللی او ټېنګار کوي چې هغه به د جمهوري ریاست څوکۍ ته د جمهوري غوښتونکو ګوند ښه کاندید وي.

ټرمپ له واشنګټن څخه بهر د محافظه کارانو په یوه غونډه کې د جمعې په ورځ ګډون ونه کړ، خو سیال یې ټډ کروز ګډون وکړ او هڅه یې وکړه چې له خپل سیال ټرمپ څخه مخکې شي.

هغه وویل چې په پنځو ایالتونو کې یې ټرمپ ته ماته ورکړې او په خبره یې هرڅومره چې جمهوري غوښتونکي متحد شي، ډونلډ ټرمپ هماغومره له ماتې سره مخامخ کېدی شي.

د دموګرات ګوند کاندیدې هلیري کلنټن په مشیګن کې د خپلې انتخاباتي مبارزې پرمهال د جمهوري غوښتونکي ګوند د کاندیدانو د پنجشنبې د ورځې په مناظرې ملنډې ووهلې.

هغه وویل "دوی یو بل ته سپکې سپورې وویلې. اوریدل یې سخت وو خو تر ټولو سخت سپکاوی یې د امریکا خلکو ته وو. اقتصاد چې باید د هرکاندید د لست په سرکې وي د دوی لپاره یو اضافی شی و. دا ځکه چې جمهوري غوښتنکي کاندیدان همدغه ناکامې پالیسۍ تعقیبوي. "

خو که پاتې کاندیدان له ټرمپ څخه مخکې نشي هغه کیدای شي د جمهورِي ریاست لپاره د جمهوري غوښتونکو ګوند کاندید شي.

د جمهوري غوښتونکو د ملي کمیټې رییس رنس پریبس وايي که چیرې ټرمپ د استازو شمیر پوره کړي د دې احتمال ندی موجود چې د ګوند په راتلونکې کنوانسیون کې یې بیا څوک رد کړي.

XS
SM
MD
LG