د لاس رسي وړ اتصالات

په مونتنیګرو کې د امریکا په سفارت بمي برید شوی


تراوسه لا د برید انګیزه معلومه نه ده

د بالقان په حوزه کې د مونتنیګرو په مرکز کې یو سړي د متحدو ایالتونو په سفارت باندې لاسي بم غورځولی دی.

بریدګر د لاسي بمب له غورځولو وروست په یوې بلې وسلې خپل ځان وژلی دی. چارواکي وايي پېښه د پنجشنبې په ورځ (فبروري۲۲) شوې ده او لا یې انګیزه معلومه نه ده.

پولیس سیمې ته رسېدلې او سفارت ته یې ورغلې لارې تړلې دي.

سفارت له ټولو امریکانانو غوښتي چې د امنیتي ملحوظاتو له کبله دغې سیمې ته له ورتلو ډډه وکړي.

چارواکي وايي په پېښه کې بل هیچا ته زیان نه دی رسېدلی او نه هم د سفارت ودانۍ ډېره زیامنه شوې ده.

مونتنګیرو د بالقان په حوزه کې دی چې مرکز یې پودریکا دی. دغه هېواد په ۲۰۰۶ کال کې د ناټو سازمان غړی شو او له هماغې راهېسې امریکا ورسره سفارتي اړیکي پیل کړي.

تراوسه د بریدګر هویت معلوم نه دی.

XS
SM
MD
LG