د لاس رسي وړ اتصالات

په مرګ محکوم امریکايي په خپله ځان وواژه


سکاټ د زندان له چارواکو غوښتي وو چې د مرګ سزا دې ورته ژر تر ژره ورکړي
سکاټ د زندان له چارواکو غوښتي وو چې د مرګ سزا دې ورته ژر تر ژره ورکړي

د متحدو ایالتونو د نویدا په ایالت کې یو امریکايي چې د قتل په تور په مرګ محکوم شوی و، په خپله یې ځان وژلی دی.

محکمې ۴۸ کلن سکاټ رایمونډ ډوزییر د دوو کسانو د مرګ په تور په قتل محکوم کړی و. پر هغه تور و چې خپل دوه د نشه يي توکو کاروباري ملګري یې وژلي دي. ښاغلي سکاټ په وار وار د زندان له چارواکو غوښتي وو چې هغه ته دې د مرګ اورول شوې سزا ژر تر ژره پلې کړي.

پولیسو د شنبې په ورځ (جنوري۵) په زندان کې دننه د هغه په خونه کې د هغه مړ جسد ولیده. د سکاټ قضیه تر نورو ځکه په رسنیو او خلکو کې مشهوره شوې وه چې هغه په خپله د مرګ د سزا غوښتنه کوله.

نوموړي تېره میاشت د "وایس نیوز" خبري شبکې ته وویل "زه مرګ نغواړم. خو تر زندان مرګ غوره ګڼم."

د هغه مړی عدلي طب ته استول شوی چې معلومه کړي ځنګه یې ځان وژلی دی. د ښاغلي سکاټ مدافع وکیل ویلي دي چې موکل یې له رواني پلوه سالم سړی و او د ځان وژنې کوم پلان یې په خیال او فکر کې نه و.

ټاکل شوې وه چې سکاټ به د زهرو په پیچکارۍ وژل کیږي. په نویدا کې ایالت کې له ۲۰۰۶ راهېسې په مرګ یو محکوم هم اعدام شوی نه دی. د دغه ایالت والي سټیف سیسولک د مرګ د سزا خلاف دی.

د اسوشیتډپرس د راپور په اساس په امریکا کې په ۲۰۱۸ په مرګ ۲۵ محکوم کسان اعدام شوي دي. په ۱۹۹۹ په امریکا کې ۹۸ کسان عدام شوي وو.

د دغه هېواد په ۳۱ ایالتونو کې د مرګ سزا قانوني ده ، خو تېرکال یوازې په اتو ایالتونو کې دا سزا پلې شوې ده.

XS
SM
MD
LG