د لاس رسي وړ اتصالات

ایلس ویلز: د جیش محمد ډول ترهگرې ډلې نه زغمو


 د امریکا د بهرنو چارو د وزارت پخوانۍ مرستیاله ایلس ویلز

د امریکا د بهرنو چارو د وزارت پخوانۍ مرستیالې ایلس ویلز ویلي دي چې پاکستان ته یې دا په ډاگه کړیده چې د جیش محمد ډول ترهگرې ډلې نه زغمي

اغلې ایلس ویلز وویل چې د پاکستان سره یې اړیکې د مرستو نه په تجارتي اړیکو بدلې شویدي او اوس دغه اړیکې نورې پراخې شویدي.

د امریکا د بهرنو چارو د وزرات پخوانۍ مرستیالې اغلې ویلز د اسیاپاسیفک او د اتومي وسلو د مخنیوي په اړه په یوې غونډې کې ویلي دي چې د پاکستان سره د اقتصادي همکاریو په لړ کې د٧ میلونو ډالرو په ځانگړې کولو غور کیږي.

هغې وویل چې امریکا د پاکستان سره د پیسو د نړیوال وجهي صندوق د لارې هم مرسته کړیده.

ایلس ویلز دغه مهال دا هم وویل چې پاکستان د افغانستان د سولې په پروسې کې مهم رول لوبولې دی او طالبان یې د امریکا سره خبرو ته اماده کړیدي. هغې وویل چې دغه پروسې پرمختگ کړیدی.

ایلس ویلز دا مهال په پاکستان کې د هغه ډاکټر (شکلیل افریدي) په اړه هم اندیښنه څرگنده کړه چې د اسامه په گوته کولو کې یې د امریکا د استخباراتو سره مرسته کړي وه. هغې وویل چې ډاکټر شکیل افریدي د امریکا سره مرسته کړیده نو ځکه د امریکا حکومت ته پکار ده چې د هغه په خوشي کولو کې مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG