د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د خپلو پوځي مرکزونو امنتیتي تدابیر زیات کړل


د امریکا پوځ په دې هېواد کې د خپلو مرکزونو او تاسیساتو امنیتي تدابیر زیات کړل. دا ګام له هغه وروسته واخیستل شو چې دفدرالي تحقیقاتو ادارې،اف بي آی، اندېښنه وښوده چې شایدافراطیان پر پوځ او د پولیسو پر افسرانو حملې وکړې.

د شمالي امریکا لپاره د پوځ قومنداني وايي چې دغه ګام د " وروستیو پېښو " له کبله اخیستل شوی دی، خو ټېنګار کوي چې" دغه بدلون د کوم خاص او قوي تهدید له کبله نه دی. "

شمالي قومنداني وايي دوی "په کور د ننه د پیدا شویو متشددو افراطیانو د ممکنه تهدید په اړه " هم د اف بې آی اندېښه شرېکه کړې ده.

د پنجشنبې په ورځ د فدرالي تحقیقاتو د ادارې مشرجیمز کومي وویل چې ښايی په امریکا کې د داعش زرګونه پلویان په انټرنټ کې انلاین او فعاله وي.

ده وویل " سلګونه او یا شاید زرګونه کسان وي چې د داعش ترهګره ډله ورته په خپلو لېکو کې د ګمارېدو وړاندیزونه کوي چې په امریکا کې بریدونه وکړي. موږ له دې کبله اندېښنه لرو چې شاید د اسلامي دولت ډله، پر پوځ او د قانون په پلي کوونکو بریدونه وکړي. "

اف بې آی دا اندېښنه، د ټکساس په ګرلنډ کې د اسلام پیغمبر محمد ته، د منصوب شویو کارتونونو په یوې سیالۍ کې، د دوو کسانو له برید وروسته څرګندوي.

داعش د دغه برید مسولیت په خپله غاړه واخیسته خو امریکايي چارواکي وايي داسې کره شواهد نشته چې وښيي ایا داعش دا برید کړی کنه .

د سپېنې ماڼۍ ویاند جوش ایرنسټ وویل " اف بې آی او د استخباراتي ادارې نور کار کوونکي لا هم پلټنه کوي چې، له داعش او د کومې بلې نړیوالې ترهګرې ډلې سره، د دغو دوو کسانو کومه رابطه معلومه کړي "

پولیس وايي برید کوونکي ایلتون سمپسن او نادر صوفي نومیږي چې د اریزونا په فونیکس کې په یو اپارتمان کې یو ځای اوسېدل.

XS
SM
MD
LG