د لاس رسي وړ اتصالات

پوټین: روسیې د امریکا د دیموکرات ګوند ایمیلونه نه دې غلا کړي


د روان عیسوي کال په پیل کې د دیموکراټ ګوند د ملي کمیټې په زرګونو ایمیلونو غلا شول چې وروسته بیا ویکيلیکس خپاره کړل
د روان عیسوي کال په پیل کې د دیموکراټ ګوند د ملي کمیټې په زرګونو ایمیلونو غلا شول چې وروسته بیا ویکيلیکس خپاره کړل

د روسیې جمهور رئیس وايي چې روسیې د امریکا د دیموکراټ ګوند د ایمیلونو په غلا یا هک کې لاس نه درلود.

ولادمیر پوټین د بلومبرګ د خپرونې سره په مرکې دغه خبره وکړه.

د روان عیسوي کال په پیل کې د دیموکراټ ګوند د ملي کمیټې په زرګونو ایمیلونو غلا شول چې وروسته بیا ویکيلیکس دغه ایمیلونه خپاره کړل.

په ایمیلونو یا بریښنا لیکونو کې دا څرګنده شوه چې په مقدماتي انتخاباتو کې د دیموکراټ ګوند د ملي کمیټې غړو د برني سنډرس په مقابل کې د هیلري کلنټن ملاتړ کاوه.

برني سنډرس او هیلري کلنټن د دیموکراټ ګوند د کاندید کیدو په سر د یو بل سره سیالي کوله او د دغه ګوند د ملي کمیټې دریځ دا و چې د دواړو سره به یو شان چلند کوي.

د بلومبرګ سره په مرکې کې پوټین وویل چې دې ته پام کول چې ایمیلونه چا غلا کړي په اصلي موضوع پرده اچول دي.

ښاغلي پوتین زیاته کړه "د دې ضرورت نه شته چې په داسې وړو موضوعاتو پسې وګرځو او د خلګو توجه د اساسي مشکل نه واړوو. خو زه غواړم یو ځال بیا دا ووایم چې زه یې په اړه هیڅ نه یم خبر او د حکومت په کچه روسیه هیڅ کله دغسې کار نه کوي."

پوتین د بلومبرګ د رسني هغه تورونه رد کړل چې روسیه غواړي د ایمیلونو د غلا کولو له طریقه د امریکا د راروانو انتخابات په نتایجو خپل تاثیر ولري.

د روسیې جمهور رئیس زیاته کړه چې د داسې اقداماتو لپاره پکار ده چې څوک د امریکا په داخلي سیاست پوه وي.

د امریکا د دیموکرات ګوند د ملي کمیټې د ایمیلونه د خپریدو وروسته د دغې کمیټې رئیسې ډیبي شوالتز استعفی وکړه.

د دیموکرات ګوند غړو او د امریکا د استخباراتو کارپوهانو او مامورین په مکرره توګه د روسیې په استخباراتو تور لګولی چې د ایمیلونو په غلا کې یې لاس و.

د روسیې د جمهور رئیس سره دغه مرکه دوې ورځې مخکې له دې نه چې چین ته ولاړ شي کړې ده.

په چین کې به د هغه د نړۍ د ۲۰ لویو اقتصاد لرونکو هیوادونو په غونډه کې برخه واخلي.

XS
SM
MD
LG