د لاس رسي وړ اتصالات

د چارو کارپوهان په دی باور دي که څه هم چې امریکا ته د روسېې گواښونه ېواځې د خولې لاپې دي خوڅرنگه چې د دواړو نظامي قدرتونه ترمنځ په سورېه اوپه بالتیک کې تشنج مخ پرزېاتیدو دی, که ېوې خوا یې هم غلطه محاسبه وکړله نو د پوځونو د ټکر وېره یې موجود ده.

کارپوهان فکرکوي که په تصادفي توگه هم کومه پېښه وشوه نو شاېد چې د یو غټ جنگ سبب شي او له کنټرول نه به ووځي.

په دې میاشت کې د بالتیک د سمندرگي دپاسه د روسیې او امریکاېي جیټ الوتکو نېغ په نېغه مخامخ کېدلو او په سورېه کې د امریکایې جیټ الوتکو له خوا د سورېی د جنگي الوتکې له وېشتلو او د دوو ډورن الوتکو له راغوځولو وروسته د امریکا او روسیی د نظامي قواو ترمنځ د مخامخ ټکر امکانات زېات شوي دي.

رپوټونه واېي چې د دوشنبې په ورځ د بالټیک د سمندرگي د پاسه د امریکا او روسیې جیټ الوتکې د دوو میټرو په مسافه کې ېو بل ته ور نږدې شوې. د پنټاگون ېوې وېاندې امریکا غږ ته ووېل چې د روسیې ېوه SU-27 جیټ الوتکه په ډېر سرعت ېوې RC-135 امریکاېي اکتشافي الوتکې ته دومره نږدې شوه چې پېلوټ گومان وکړ چې د حملې اراده لري. د روسېې د دفاع وزارت د جمعې په ورځ په ېوې بېانېي کې پړه د امریکاېي الوتکې د پیلوټ په غاړه واچوله.

د چهارشنبې په ورځ په همدغه سیمه کې د ناټو ېوه جنگي الوتکه د ېوې روسۍ الوتکې څنگ ته چې د دفاع د وزیر سرگي شویگو، په کې سفرکوه په سرعت تیره شوه چې د روسانو په قول ېوه روسۍ SU-27 جیټ الوتکې مجبوره کړله چې فرار وکړي.

کارپوهان په دې باور دي چې له حالاتو داسې بریښي چې گواکې د دواړو زړو سیالانو ترمنځ به اوس په بالتیک او سورېه کې «نوې سوړجنگ» پېل شوې وي.

XS
SM
MD
LG