د لاس رسي وړ اتصالات

نوې پرېکړه؛ امریکايي سناتوران غونډو ته اولادونه هم راوستلی شي


تامي وویل د سنا دغې پرېکړې امریکا یوېشتمې پېړۍ ته داخله کړه

د متحدو ایالتونو د سنا مجلس په یوې تاریخې پرېکړې کې سناتورانو ته دا اجازه ورکړه چې غونډو ته خپل ماشومان هم راوستلی شي.

د سنا مجلس د رایو په اکثریت سره دا پرېکړه وکړه. د دغې پرېکړې اصلي علت د سنا دیموکراته غړې تامي دوکوورت وه چې خپل نوی زېږېدلی ماشوم یې غونډې ته راوستی و.

د هغې په کور کې د اپریل په نهمه ماشوم وزېږېده. دغه کار په سنا کې بحثونه وپارول او سنا هم په دې اړه رایه واچوله.

دا سناتوره د متحدو ایالتونو د ایلینوی ایالت استازې ده. هغې له دغې پرېکړې وروسته وویل چې د چهارشنبې د ورځې (اپریل۱۸) رایه اچونې امریکا یوېشتمې پېړۍ ته داخله کړه.

د مینوسوتا ایالت سناتورې امي کلوبوچر وايي چې دوې میاشتې یې په دې اړه له جمهوري غوښتونکو او دیموکرات سناتورانو سره په دې اړه بحثونه وکړل او هغوی ته یې قناعت ورکړ چې غونډو ته د ماشومانو راوستل د هغوی د پرتوګونو او ډايپرونو د بدلولو په مانا نه ده.

اسوشیتډپرس وایي سره له دې چې له دغې پرېکړې سره چا ډ‌ېر مخالفت ونکړ، خو اندېښنه دا ده چې ماشومان به د سنا غونډو ته مزاحمتونه جوړ کړي.

د متحدو ایالتونو سنا ټول ۱۰۰ غړي لري چې شاوخوا ۲۰ یې ښځې دي.

XS
SM
MD
LG