د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا له سختو او تاریخي واورو وروسته د ارامې ساه اخلي


د دغو واورو له کبله لږ تر لږه په لسو ایالتونو کې بېړنی حالت اعلان شوی و.
د دغو واورو له کبله لږ تر لږه په لسو ایالتونو کې بېړنی حالت اعلان شوی و.

د امریکا د ختیځ ساحل په ایالتونو کې د تاریخي واورو له ورېدو وروسته به نن یکشنبه خلک له سړکونو، لارو او کوڅو څخه په واورو پاکولو تېروي.

د ځینو نورو سیمو تر څنګ د یکشنبې ټوله شپه په واشنګټن ډي سي کې واوره وورېده چې اندازه یې څه باندې ۶۰ سانتي مېتره ښودل شوې او تاریخي بلل کیږي.

له واورو سره تېز باد هم مل و چې له کبله یې چارواکو لویې او فرعي لارې او همدغه راز هوايي ډګرونه تړلي وو چې خلکو ته زیان ونه رسیږي.

د امریکا د هوا پېژندنې ملي اداره وايي چې د نیویارک ښار په مرکزي پارک کې ۶۴ سانتي مېتره واوره شوې ده چې یو تاریخ دی.

د هوا پېژندنې اداره وايي چې له واورو وروسته به سخت باد والوزي.
د هوا پېژندنې اداره وايي چې له واورو وروسته به سخت باد والوزي.

نیویارک چې ۸.۴ میلیونه نفوس لري، والي يې انډریو کیومو، د شنبې په ورځ په ښار او له ښاره په وتلیو سیمو کې د ګاډو پر تګ راتګ بندیزو ولګوه.

واورو ژوند ګډوډ کړ

په هغو سیمو کې چې واورې وشوې، عامه ترانسپورت، موزیمونه او هټۍ بند وو، شاوخوا ۸۵ میلیونه خلک په یو ډول نه یو ډول له دغو واورو څخه اغیزمن شوي دي، د سلګونه زره نورو خلکو برېښنا پرې شوې وه، سړکونه کنګل شوي وو د اورګاډو تګ راتګ او الوتنې هم بندې شوې وې.

د امریکا ختیځ ساحل سیمو ته زرګونه پلان شوي پروازونه هم لغوه او وځنډول شول.

په واشنګټن کې شاوخوا ۶۰ سانتني مېتره واوره شوې.
په واشنګټن کې شاوخوا ۶۰ سانتني مېتره واوره شوې.

دغه حالت د امریکا د دفاع د وزیر اش کارټر د راتګ پلان هم لغوه کړه، هغو پاریس ته د اقتصادي نړیوالې غونډې لپاره تللی و، خو د راتلو پر مهال یې الوتګه له واشنګټن نه د باندې په مرېلېنډ کې ناسته ونشوه کړه او فلورېډا ته ولاړه.

د واشنګټن ښاروال موریل بوسر تر واورو پېلېدو وړاندې بېړنی حالت اعلان کړ، د جمعې په ورځ يې ښونځي رخصت کړل او د اورګاډو سیسټم یې هم وتړه.

سیلابونه او تلفات

د امریکا په شاوخوا لسو ایالتونو کې بېړنی حالت اعلان شوی و او له خلکو غوښتل شوي وو چې په کورونو کې دننه پاتې شي.

د جورجیا او نیوانګلېنډ ترمنځ سیمو کې نهه تنه مړه شوي دي. په کنټکي، تینیسي او شمالي کرولینا ایالتونو کې بیا د واورو له کبله په ترافیکي پېښو کې شپږ تنه مړه شوي دي.

د نیویارک والي د شنبې په ورڅ په ښار او له ښار نه په وتلیو سیمو کې د ګاډو پر تګ راتګ بندیز ولګوه.
د نیویارک والي د شنبې په ورڅ په ښار او له ښار نه په وتلیو سیمو کې د ګاډو پر تګ راتګ بندیز ولګوه.

د کنټکي په ایالت کې چارواکو سیارې سرپناوې جوړې کړې وې، دغلته ګاډي او خلک د لسو ساعتونو لپاره په لویو لارو کې ګېر پاتې شوي وو.

د نیوجرسي د ساحل په څنډو کې بیا سیلابونه وتلي دي، د نیو جرسي والي ګرس ګریسټي وویل چې د ۹۰،۰۰۰ کسانو برېښنا پرې شوې وه، خو سیارې سرپناوې جوړې شوې وې چې اړمنو سره مرسته وشي.

شاوخوا ۸۵ میلیونه خلک په یو ډول نه یو ډول له دغو واورو څخه اغیزمن شوي دي
شاوخوا ۸۵ میلیونه خلک په یو ډول نه یو ډول له دغو واورو څخه اغیزمن شوي دي

د هوا پېژندنې ملي ادارې وړاندوینه کړې ده چې له واورو وروسته به نن یکشنبه تند باد وي چې سرعت به یې په ساعت کې ۸۰ کیلیو مېتره وي، دغې ادارې له خلکو غوښتي چې له کورونو ونه وځي او دا چې سفر کول لا خطرناکه دي.

XS
SM
MD
LG