د لاس رسي وړ اتصالات

په امریکا کې باران او طوفان ۱۴ کسان مړه کړل


چارواکي وايي سختو طوفانونو او بارانونو خلکو ته ډېر مالي زیان هم اړولی دی
چارواکي وايي سختو طوفانونو او بارانونو خلکو ته ډېر مالي زیان هم اړولی دی

د امریکا په جنوبي ایالتونو کې بارانونو او طوفانونو شاوخوا ۱۴ کسان مړه کړل او لسګونه نور یې ژوبل کړل.

دغو بارانونو او طوفانونو په تېرو دوه دریو ورځو کې د تکزاس، ارکنساس، میسوري او میسیسیپي ایالتونه سخت وځپل.

په دغو ایالتونو کې تر ټولو ډېر د تکزاس ایالت د دالاس سیمه ځپل شوې ده. دغلته لږ تر لږه څلور تنه مړه شوي او د چارواکو په وینا خلکو ته ډېر زیات مالي تاوان هم اوښتی دی.

امریکايي چارواکي او د اطفايي د برخې ماموران وايي چې په دغه ترڅ کې لږ تر لږه ۵۰ تنه نور ژوبل شوي هم دي. د تکزاس په ګاونډي ارکنساس کې بیا شاوخوا پنځه کسان مړه شوي دي.

پولیس وايي په مړه شویو کې یوه ۶۵ کلنه ښځه هم شامله ده چې ونه پرې غورځېدلې او هغه یې لاندې کړې ده. په همدغه ایالت کې یوه بله لس کلنه نجلۍ بیا سیلاب وړې او مړه کړې یې ده.

اخوا د میسوري ایالت د لویې لارې پولیس وايي چې د باران له اوبو سیلاب جوړ شوی او په لویې لارې کې یې یو موټر وړی او یوه ښځه یې مړه کړې ده.

په میسیسیپي کې بیا د یو سړي په کور ونه غورځېدلې او پر هغه یې د کور چت نړولی او مړ کړی يې دی.

د میسیسپي ایالت د بیړنیو حالاتو سره د مبارزې څانګه وايي چې سختو طوفانونو او بارانونو پر شاوخوا ۲۳۰۰۰۰ کسانو برېښنا هم پرې کړې ده.

XS
SM
MD
LG