د لاس رسي وړ اتصالات

اشتن کارتر:د داعش سیمو ته غزېدلې لارې به وتړل شي


د امریکا د دفاع وزیر اشتن کارتر وايي د اسلامي دولت یا داعش پر ضد د نړیوال ایتلاف ترټولو مهم لمړیتوب د سوریې پولې ته څیرمه د هغو سیمو تړل دي، چې بهرني جنګیالي په اسانه ورڅخه د داعش ترکنترول لاندې سیمو ته تګ راتګ کولی شي.

اش کارتر دا خبره د جمعې په ورځ وکړه. په همدې ورځ په عراق او سوریې کې د اسلامي دولت پر ضد د روانو عملیاتو ویاند له بغداد نه د امریکا په دفاع وزارت کې د ویډیو له لارې خبریالانو ته وویل چې دایتلاف بریدونو پر داعش فشار زیات کړی.

ویاند ستیو وارن وویل"د دې ډلې د عاید منبع هغه څه دي چې دوی یې مالیه بولي، خو په حقیقت کې پوهیږو چې دا له خلکو په زوره د پیسو اخیستل دي. څومره چې زموږ قواوې ډیرې سیمې له داعش څخه ازادوي، هماغوره د دغې ډلې زور اوبه شوی چې په زوره له خلکو پېسې واخلي. د مالي زیرمو د کمېدو ترڅنګ د جګړې په ډګر کې د بهرنیو جنګیالیو کمښت هم لیدل کیږي".

ډګروال وارن وویل، که څه هم چې د داعش ډلې جګړه ماران په عراق کې سیمې له لاسه ورکوي خو زیاته یې کړه چې دغې ډلې د سوریې په شمال لویدیځ کې د ترکیې پولې ته نژدې د دوو کوچنیو ښارونو کنترول ترلاسه کړی دی.

ښاغلی وارن پداسې حال کې د داعش ډلې د ضعیفه کیدلو خبره وکړه چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د افریقا په وچه کې د بوکو حرام ډلې هر ډول بریدونه وغندل او له داعش سره یې د دې ډلې د اړیکو لرلو خبرداری هم ورکړ.

د امنیت شورا ټولو غړو په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د بوکو حرام ډله باید ژر تر ژر د هر ډول تاوتریخوالي او بشري حقونو او نړیوالو قوانینو له سرغړونې لاس واخلي.

XS
SM
MD
LG