د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د تابعیت، ګرین کارت او ویزې اخیستل ممکن ستوزمن شي​ 


د امریکا د تابعیت اخیستلو او مهاجرتي خدماتو اداره USCIS وايي له مالي مشکلاتو سره مخ ده او کیدای شي دغه ستونزه د متقاضیانو د ډیر انتظار لامل شي.

دې ادارې په یوې بیانیه کې ویلي چې د اویا سلنه یې د یادې ادارې د کارکوونکو د کمیدو د هغې طرحې مخه یې نیولې چې ټاکل شوې وه په اګست میاشت کې پلې شي خو خبرداری یې ورکړی چې د بودیجې کموالی به د یاد ارګان فعالیتونه متاثر کړي.

د امریکا د تابعیت اخیستلو او مهاجرتي خدمتونه اداره چې د کار د جوازونو، ګرین کارت (دایمي اقامت) او ویزو د صادرولو مسولیت لري ، ویلي دي چې په بودیجه کې پراخ کموالي سره به د ویزو د صادریدو پروسه او حتا د تابعیت اخیستلو پروسه اوږده شي.

د یادې ادارې مصارف د مهاجرتي غوښتنلیکونو د فیس پورې اړه لري. دې ادارې په جون میاشت کې د کرونا ویروس د خپریدو له امله پنځوس سلنه د مهاجرتي درخواستونو د کمیدو خبر ورکړ.

خو د مهاجرت د چارو کارپوهان او پخواني چارواکي وايي حتي د کرونا ویروس له خپریدو مخکې، امریکا ته پر مهاجرت د لګیدلو محدودیتونو او د غوښتنلیکونو د طی مراحل د سوکه کیدو له امله ، د یادې ادارې عواید ډیر کم شوي وو.

د امریکا حکومت تیر کال اعلان وکړ هغه کډوالو او پناه غوښتونکو ته کیدی شي چې دایمي اقامت یا ګرین کارت ورنکړي چې د نغدو پیسو، وړیا صحي بیمې، خوراکي موادو او د وړیا سرپناه غوندې سهولتونو څخه ګټه اخلي.

د امریکا فدرال قوانین چې له وړاندې نافذ وو، د ګرین کارت له متقاضیانو غوښتل چې ثابت کړي چې د امریکا د دولت پر مرستو متکي ندي، خو هغه مقررات چې تیر کال اعلان شول، داسې تازه مقررات وضع کوي چې ممکن د امریکا دایمي استوګنې د سند ( ګرین کارت) ترلاسه کول نور هم ستوزمن کړي.

اوس به د امریکا د تابعیت او مهاجرتي خدماتو اداره د زده کړو، د کورنۍ د عوایدو او صحي بیمې په شان مسایل هم د ګرین کارت د غوښتونکو لپاره په پام کې ونیسي.

د امریکا د تابعیت ورکولو او مهاجرتي خدماتو د ادارې د پالیسۍ مرستیال جوزف اډلو ویلي هیڅ ضمانت نشته چې هغوی په راتلونکې کې د کارمندانو د کمیدو مخه ونیسي ، هغه له کانګرس څخه وغوښتل چې د ۲۰۲۱ مالي کال لپاره چې په اکټوبر میاشت کې پیلیږي، د یادې ادارې لپاره کافي بودیجه ورکړي.

XS
SM
MD
LG