جمهوري ریاست ته د جمهوري غوښتونکي گوند پخواني کاندید میټ رومنۍ د جمهوري غوښتونکو په هغو هڅو کې ورگډ شو، چې د ٢٠١٦ کال د جمهوري ریاست د انتخاباتو لپاره ددې گوند د نوماند په توگه د ملیاردر ډونلډ ټرمپ د کاندیدو مخه ونیسي.
میټ رومني ویلې، که ټرمپ جمهور رئیس شي نو دا به د امریکا د کارگرو او کورنېو دپاره بد خبر وي.
میټ رامني چې په ٢٠١٢ کال کې د جمهوري غوښتونکو د ګوند لخوا د جمهور رئیس اوباما په مقابل کې کاندید و، خلکو ته یې خبرداری ورکړ چې که په ګوندي او مقدماتي انتخاباتو کې هغوي ډانلډ ټرمپ ته رایه ورکړي، د ټولو لپاره به ناوړه عواقب ولري.
هغه وویل " که مونږ جمهوري غوښتونکي ډانلډ ټرمپ د جمهوري ریاست د انتخاباتو لپاره وروستی کاندید وټاکو، د یوې مصؤنې او نیکمرغه راتلونکې لپاره به مو هیلې او امیدونه خاورې شي. "
د جمهوري غوښتونکو د ګوند مخکښ کاندید ډانلډ ټرمپ د ښاغلي رامني په ځواب کې بیا وویل چې " هغه د دې موضوع سره هیڅ تړاو نلری. " ټرمپ په میټ رامني انتقاد وکړ چې د جمهور رئیس براک اوباما په مقابل کې یې ماتې وخوړله او د جمهوري غوښتونکو ګوند یې وشرماوه.
میټ رومني وویل "که د ټرمپ پلانونه عملی شي، نو دغه هېواد به د رکود سره مخامخ شي او په تجارتې جنگونو به اخته شي".
هغه ددغه مخکښ کاندید د مالېې د راټولو په پلان هم انتقاد وکړ، او وویل چې ټرمپ ددی مخالف دی، چې د ټولنیزو خدماتو په گران بیعه پروگرامونو کې اصلاحات راولي.
رومنی چې د یوټا ایالت په سالټ لیک ښار کې د یوټا په پوهنتون کې وینا کوله وویل "ټرمپ به د امریکا د کارکونکو او کورینو دپاره ډیر بد وي".
هغه دی خبری ته اشاره وکړه، چې د ټرمپ تجارتې شرکتونه پخوا څو وار دیوالي شوي دی.
،ټرمپ کانیدیدل به هیلري کلنټن جمهور رئیسه کړي،
رومني په جمهوري غوښتونکو ټینگار وکړ چې د جمهوري ریاست کاندیدو لپاره بل طرف ته وگوري. هغه د ډیموکراټ گوند مخکښې کاندیدي هلیري کلنټن باندی هم انتقادونه وکړل.
هغه وویل، یو کس چې بي باوره او بي ایمانه وي، لکه هلیری کلنټن باید جمهور رئیسه نشي، خو د ټرمپ نوماندیدل به هغه په دی وتوانوي چې کامیابه شي.
د جمهوري غوښتونکې گوند دغه پخوانې نوماند وویل، هغه نه غواړي چې بیا کاندید شي او نه په اوسنې کمپاین کې د کوم ځانگړي کاندید ملاتړ کوي. خو هغه وویل، د پاتي نورو کاندیدوانو د پالېسیو جدی وړاندیزونه چې په ملې کچي د پراخو چیلنجونو په اړه دی، د ټیډ کروز، مارکو روبېو او د جان کاسیک لخوا وړاندی شوي دي.
د رامني برسیره د جمهوري غوښتونکي گوند د بهریني پالیسۍ د ٦٠ کسانو یوي ډلی یو گډ لیک لاسلیک کړي او د ټرمپ مخالفت ېې کړي او ویلې دی، چې هغه به داسي کارونه وکړي چې د امریکا خوندیتوب ته به زیان ورسوي او په نړي کې به د امریکا اوسنې مقام ته هم تاوان ورسیږي.