د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف په دې وروستیو کې کابل ته سفر کړی و او هلته یې له افغان چارواکو او سیاسیونو سره په دې اړه خبرې اترې کړي.
افغان چارواکي وايي چې ازبکستان په دې اړه د طالبانو له رهبرۍ سره خبرې کړي.
بل خوا د سولې عالي شورا وايي د سعودي عربستان په کنفرانس کې د ایران د دیني عالمانو د نه ګډون په اړه وايي چې دغه کنفرانس ته بلل شوي ګډونوال د دیني عالمانو په حېث بلل شوي چې د خپلو نهادونو استازیتوب وکړي.
په داسې حال کې چې د چهارشنبې په ورځ (جولای ١١) په سعودي عربستان کې د افغانستان د سولې او امن په اړه د اسلامي هېوادونو د دیني عالمانو کنفرانس وروستۍ ورځ ده، د افغانستان ګاونډي هېواد ازبکستان هم د افغان حکومت او د طالبانو تر منځ د سولې لپاره هڅې روانې کړي.
په دې وروستیو کې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر په همدې تړاو له افغان چارواکو او سیاسیونو سره د خبرو اترو لپاره کابل ته راغلی و.
افغان چارواکي وايي چې دغه هیواد لا له وړاندې په دې اړه له طالبانو سره خبرې کړي او د افغانستان د سولې په اړه د یو کنفرانس تیاری نیسي.
د سعودي عربستان په غونډه کې د پاکستان تر څنګ د ایران د عالمانو نه ګډون پوښتنې راپورته کړي، خو د سولې عالي شورا په دغه کنفرانس کې د یو شمېر هېوادونو د عالمانو د نه ګډون په اړه وايي چې دغه کنفرانس ته عالمان غوښتل شوي نه هېوادونه.
خو د طالبانو دغه پخوانی چارواکی بیا وايي چې د پاکستان او ایران دیني عالمانو ځکه د سعودي عربستان په کنفرانس کې ګډون نه دی کړی چې هغوی په افغانستان کې د بهرنیانو شتون نه غواړي.
خو سیاسي شنونکي په دې باور دي چې د سعودي عربستان په کنفرانس کې د یو یا دوو هېوادونو نه ګډون د افغانستان د سولې پر خبرو او د دغه کنفرانس پر پایلو کوم اغېز نه لري.
د افغانستان د سولې او امن په اړه د سعودي عربستان کنفرانس ته د ۵۷ اسلامي هېوادونو څخه د ۳۵ هېوادونو دیني عالمان غوښتل شوي ول چې د ۳۳ اسلامي هېوادونو تر سلو زیاتو عالمانو په کې ګډون کړی.