د لاس رسي وړ اتصالات

ازبیکستان د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو ته چمتوالی ښودلی


ازبیکستان د مارچ په میاشت کې د افغانستان د سولې او امنیت په اړه یو نړیوال کنفرانس جوړ کړی و

د ازبیکستان چارواکي وایې چې د افغانستان حکومت او افغان طالبانو ته یې پخپل هیواد کې د مخامخ لیدنې کتنې او د سولې د خبرو د پیلولو بلنه ورکړې ده.

ازبېک ديپلوماتانو ویلي چې د سولې لپاره د مستقیمو خبرو په خاطر چمتو دي چې ټول ضرروي امکانات برابر کړي.

ازبیکستان دغه بلنه وروسته له هغې ورکړې ده چې د اختر په شپو ورځو کې د افغانستان حکومت او طالبانو هر یو په جلا توگه اوربند اعلان کړی و.

له بلې خوا د افغانستان حکومت له طالبانو سره د اوربند موده د لسو ورځو لپاره غځولې، خو طالبانو د خپل اوربند د غځولو څخه انکار کړی دی.

د ازبیکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې تمه ښودلې چې په افغانستان کې اوربند دایمي شي.

د ازبیکستان د بهرنیو چارو وزارت دا هم ویلي دي چې پدې هکله یې د افغان طالبانو سره تماس نیولی او د لوړپوړو طالبانو سره یې لیدلي دي.

د رویترز اژانس وایي ازبیکستان هڅه کوي چې د جمهور رئیس شوکت میرزایف د کمپاین په اساس د نړیوالې ټولنې په وړاندې خپلې دروازې پرانیزي او پدې توگه د لسیزو راهیسې د خپل ځپل شوي اقتصاد لپاره پانگونې راجلب کړي.

ازبیکستان د مارچ په میاشت د افغانستان د سولې د کنفرانس په نوم یوه غونډه رابللې وه، خو طالبانو په کې گډون ونه کړ.

د طالبانو په درې ورځني ناڅاپي اوربند کې د بهرنیو ځواکونو په وړاندې جگړه نه وه شامله او د افغانستان د جمهور رئیس محمد اشرف غني له لورې په اعلان شوي یو اړخیز اوربند کې داعش او نورې سخت دریځې ډلې نه وې شاملې.

XS
SM
MD
LG