د لاس رسي وړ اتصالات

تاشکند ته د ازبیکو داعشیانو د ښځو او اولادونو بیرته تګ


د ازبیکستان حکومت ۲۵ ښځې او ۷۳ ازبیکستاني ماشومان د سوریې له کمپونو څخه چې د داعش د پخوانیو جنګیالیو کورنۍ په کې میشت دي، بیرته هیواد ته ستانه کړل.

د ازبیکستان دولتي منابعو تیره میاشت وویل چې ددې هیواد په لسګونو اوسیدونکي د سوریې د کرد میشته ساحو په الهول او روج کمپونو کې په "ډیر بد" وضعیت کې اوسیږي.

تاشکند نن د سه شنبې په ورځ دسمبر اتمه (لیندۍ ۱۸) وویل بیرته ستانه شوي کسان به لومړی روغتیایي مرکز ته انتقال شي او بیا به ورسره د سرپناه او کار موندنې مرستې وشي.

د ازبیکي مقاماتو په وینا عادي او سوله ییز ژوند ته ددغو کسانو د بیرته ګرځیدو لپاره به لازم شرایط رامنځ ته کړي، خو ندي ویل شوي چې دغه کسان به چیرته ژوند وکړي.

کردي جنګیالیو د سوریې د شمال او ختیځ زیاتې برخې د اسلامي دولت یا داعش له جنګیالیو څخه ترلاسه کړې او ددغې ډلې په زرګونو جنګیالي او د هغوی ښځې او ماشومان یې ونیول چې زیات شمیر یې تر اوسه پدغو کمپونو کې ساتل کیږي.

د ملګرو ملتونو د شمیرو له مخې په الهول کمپ کې ۶۵ زره کسان میشت دي چې ۲۸ زره یې د سوریې اوسیدونکي، ۳۰ زره یې عرقیان او شاوخوا ۱۰ زره یې د نورو هیوادونو اتباع دي.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یا یونیسف د اګست په میاشت کې په الهول کمپ کې د اتو ماشومانو د مړینې خبر ورکړ؛ چیرته چې د ۶۰ هیوادونو ماشومان اوسیږي او د کروناویروس خپریدو ددې کمپ د اوسیدونکو ژوند نور هم ستونزمن کړی دی.

اټکل کیږي چې د ازبیکستان په ګډون د مرکزي اسیا په زرګونو کسان په سوریه او عراق کې د داعش لیکو ته ورغلي وو او زیات شمیر یې خپلې ښځې او ماشومان هم له ځانه سره بیولي وو.

پداسې حال کې چې زیات شمیر غربي هیوادونو د احتمالي بریدونو له ویرې خپل اوسیدونکي چې د داعش په لیکو کې جنګیدلي او اوس نیول شوي دي بیرته خپلو هیوادونو ته ندي ستانه کړي، ازبیکستان تیر کال خپل ۲۲۰ تنه اتباع چې ټول یې ښځې او ماشومان وو له سوریې نه هیواد ته ستانه کړل.

خو تر اوسه د هغوی د سرنوښت او یا د اوسیدنې د ځای په اړه کوم رپوت ندی خپور شوی.

XS
SM
MD
LG