د لاس رسي وړ اتصالات

د هوگو چاویز روغتیایی حالت مخ په ښه کیدو دی


هوگو چاویز
هوگو چاویز
د وینزویلا د جمهور ریس مرستیال، نیکولاس مډ ورو Nicolas Maduroوايي چې د جمهور ریس هوګو چاویز صحت مخ په ښه کیدو دی. هوګو چاویز د سرطان ناروغې لري او د سرطاني غدو د لیري کولو لپاره یې په کیوبا کې جراحي عملیات شوي دي.

په تلویزوني وینا کې چې پرون د دوشنبې په ورځ خپره شوه، مدورو وویل چې هغه د جمهور ریس هوګو چاویز سره د ټلیفون د لارې لنډې خبرې کړې دې.

د وینزویلا د جمهور ریس مرستیال زیاته کړه چې هوګو چاویز ګرځي او ورزش هم کوي.

دوې اوونې مخکې په هوګو چاویز باندې د شپږو ساعتونو جراحي عملیات وشول. دا، د 2011 کال راهیسي چې د لومړی ځل لپاره د هغه د سرطان ناروغې تشخص شوه څلورم ځل دی چې په هغه عملیات کیږي. هغه د خپل سرطان د شدت او ډول په اړه هیڅ کله هم خبره نه ده کړي.
XS
SM
MD
LG