د پخوانیو سرتیرو د یادونې د ورځې تاریخ چې هر کال د نوامبر په یولسمه لمانځل کیږي، د ١٩١٨ کال متارکې یا موقت اوربند ته رسیږي چې له مخې یې نړیواله جگړه پای ته ورسیده.
دې جگړې چې آسیا، افریقا، په آرام سمندر کې پرتې جزیرې، د امریکا جنوبي اوبه او همداشان اروپا په کې راښکیل شوه، داسې جگړه گڼل کیږي چې د هغه وخت نورې ټولې جگړې یې پای ته ورسولې.
د پخوانیو سرتیرو ورځ په امریکا کې د لومړي ځل لپاره د ١٩١٩ کال د نوامبر په ١١ ولمانځل شوه.
په امریکا کې دا ورځ د رسم گذشتونو په ترسره کیدلو ، عامه غونډو او له غرمې دمخه پوره په یولسو بجو د څو شیبو لپاره د ټولو تشبثاتو په ځنډولو سره لمانځل کیږي.
د دوهمې نړیوالې جگړې وروسته د ١٩۴٥ کال د اکتبر په اتمه د امریکا ولسمشر دوایت آیزنهاور د هغو سرتیرو د درنښت د ورځې لمانځل چې په جگړو او یا سولې کې په پوځي یونفورم کې یې خدمت کړی د لومړنۍ اعلامیې په خپرولو سره پیل کړل.
د امریکا د متحده ایالتونو حکومتونو ددې ورځې په لمانځلو سره هغه پروگرامونه تعقیبوي چې هغه سرتیري چې د وسله والو ځواکونو له صفونو وځي، د هغوی سره د دندو په پیداکولو کې او ملکي ژوند ته په مخه کولو کې مرسته وکړي.
د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر باراک اوباما وویل چې د پخوانیو سرتیرو درنښت کول په دې مفهوم دي چې له سنگر څخه کور ته د هغوی په ستنیدو سره هر څه چې ممکن وي هغوی ته د کار په پیداکولو کې دریغ ونه شي تر څو هغوی ته داسې احساس پیدا نه شي چې د هغه لپاره چې جنگیدلي هغوی او کورنۍ ورته لاس رسی نه لري.
نو په امریکا کې د پخوانیو سرتیرو د یادونې او درنښت د ورځې د لمانځلو هدف یواځې جگړه نه ده.
دا ورځ همداشان د جگړې په میدان کې د بریالیتوب او یا ماتې او یا هم د سیاسي پرمختگونو او ارضي جاه طلبۍ ستاینه نه ده ، بلکې هغه ورځ ده چې په هغه کې د پخوانیو سرتیرو د سرښیندنو درنښت کیږي.