د لاس رسي وړ اتصالات

یوې ویدیو د اتریش حکومت چپه کړ


ښاغلي شتراخه د می په ١٨ په ویانا کې په یو خبري کنفرانس کې

د اتریش ایتلافي حکومت وروسته له هغې د نویو انتخاباتو پریکړه وکړه چې د هغه هیواد د صدراعظم مرستیال په یوه ویدیو کې د روسیې حکومت ته د یو نژدې کس خپلوانې ته د حکومتي قراداد د ورکولو ژمنه کړې.

د اتریش د گاونډي هیواد جرمني دوو تلویزیوني خبري شبکو له خوا ددغې ویدیو له خپریدو وروسته د اتریش د ښي اړخه آزادۍ گوند مشر او د صدراعظم مرستیال هاینس کریستین شتراخه استعفی وکړه.

ښاغلي شتراخه دغه ویدیو تائید کړې او وایي دا کار یې غیر مسؤلانه و، خو زیاتوي چې قانون یې ندی مات کړی.

د اتریش محافظه کاره صدراعظم سبیستیان کورتس چې د ښي اړخي آزادۍ گوند سره یې یو نیم کال مخکې ایتلافي حکومت جوړ کړی وایي دغه ویدیو چې په کې یې مرستیال ښاغلی شتراخه د مالي یا سیاسي گټې لپاره د روسیې حکومت ته نژدې یوې روسۍ ښځې ته د حکومتي قراداد د ورکړې په اړه خبرې کوي ددغو دوو گوندونو ترمنځ په اړیکو کې وروستی درز دی.

د اتریش محافظه کاره صدراعظم سبیستیان کورتس
د اتریش محافظه کاره صدراعظم سبیستیان کورتس

پدې ویدیو کې چې په ٢٠١٧ کال کې د اتریش له ټاکنو لږ څه دمخه ثبت شوې ده يوه ښځه چې ځان آليونا ماکارووا او ډيره شتمنه معرفي کوي شتراخه او د هغه ګوندي ملګري ته وايي چې غواړي د اتريش د تر ټولې سترې رسنۍ «کرونن څايتونګ» پنځوس سلنه سهم واخلي.

د ښاغلي شتراخه گوند د روسیې د واکمن "متحدې روسیې" له گوند سره اړیکې لري.

ښاغلي کورتس د یکشنبې په ورځ (می ١٨) ویلي چې دا ویدیو د اتریش لپاره د شرم وړ خبر ده او د هغه په وینا د ولس د اطمینان د حاصلولو لپاره د هیواد جمهور رئیس ته وړاندیز کوي چې سمدستي انتخابات وشي.

د اتریش د حکومت د مخالف سوسیال دموکرات گوند مشرې ویلي دي چې که د نویو ټاکنو لایحه پارلمان ته وړاندې شي دوی به یې مخالفت ونکړي.

هینس کریستیان شتراخه د ثور میاشتې په لومړیو کې د خپل گوند یو لوړپوړی چارواکی کریستیان شلیخر چې د یو ښار ښاروال هم و، وروسته له هغې له خپل گوند نه وویست چې د "ښار موږک" تر عنوان لاندې شعر یې په یوه محلي خپرونه کې خپور شو.

په دغه شعر کې ښاغلي شلیخر خبرداری ورکړی چې اتریش ته د مهاجرو ورتگ په هغه هیواد کې فرهنگونه سره ګډوي.

XS
SM
MD
LG