د لاس رسي وړ اتصالات

پکتیا، خوست او پکتیکا کې کورنی زورزیاتی ډېر شوی


د بشري حقونو ټولنې وايي په جنوب ختیځو ولایتونو کې د تېر کال په پرتله له ښځو سره زور زیاتی نژدې ۵۰ فیصده زیات شوی دی.
د بشري حقونو ټولنې وايي په جنوب ختیځو ولایتونو کې د تېر کال په پرتله له ښځو سره زور زیاتی نژدې ۵۰ فیصده زیات شوی دی.

په پکتيا کې د بشر حقونو سيمه ييز دفتر وايي چې د تېر کال په پرتله په پکتيا، خوست او پکتيکا ولايتونو کې د ښځو پروړاندې د کورني تاوتريخوالي پېښې نژدې ۵۰ فيصده زياتې شوې دي.

د دغه دفتر وياند عادل عزيزي امريکاغږ ته وويل، چې سږکال تردې مهاله له دوی سره په دغه زون کې له ښځو سره د زور زیاتي کابو ۳۰۰ پېښې ثبت شوې، حال دا چې، تېرکال په همدومره موده کې د ۱۶۰ پېښو راپور ورکړل شوی و.

ښاغلي عزيزي زياته کړه، چې په دغو ثبت شويو پېښو کې ځانوژنه، قتل، له کوره تېښته، وهل او ټکول او دې ته ورته نورې د کورني تشدد پېښې شاملې دي.

د ښځو د حقونو فعالان له ښځو سره د کورني تاوتريخوالي ګڼ شمېر مختلف لاملونه په ګوته کوي، خو په پکتيا کې د ښځو شبکې مشره ماهره احمدزۍ يې تر ټولو مهم او عمده لامل جګ ولور بولي.

مېرمن احمدزۍ وايي "په کورنيو کې له ښځو سره د تاوتريخوالي لامل جګ ولور دی. دا داسې نقص لري، لکه له هغې کورنۍ سره چې دښمني کوي. دا جینۍ عمري د فشار او تاوتريخوالي لاندې راځي او کورنۍ هغې ته پېغور ورکوي. بيا جينۍ ځي او خپلې پلارګنۍ ته شکايت کوي."

که څه هم د يادو شوو ولايتونو په ځينو سيمو کې د قومي جوړښتونو پربنسټ د ولور معيار دوه يا دوه نيمه لکه افغانۍ ټاکل شوی، خو په زياتره نورو سيمو کې ټيټ ولور لږ تر لږه ۵۰۰ افغانۍ دی.

انارګله يوه مدني فعاله ده، هغه په دې نظر ده، چې که له ديني اړخه د ولور د مشروعيت په اړه خلکو ته عامه پوهاوی ورکړل شي، ممکن د دې ستونزې په هواري کې تر ډېره مرسته وکړي.

دا وايي " دوی په اصل کې له اسلام او شريعت نه نه دي خبر. په اسلام کې يواځې مَهر دی. اصلاً د انسان قيمت هيڅوک نشي ورکولی. له قومي مشرانو او ديني عالمانو څخه زما دا غوښتنه ده، چې ولور راټيټ کړي، چې خلک له خشونت راووځي."

خو په ګردېز کې د بشري حقونو د سیمه ييز دفتر د ښځو د برخې مسووله زرمينه شمس بيا د دې مسئلې حل په قومي جوړښتونو کې ويني. هغه له ديني عالمانو او قومي مشرانو څخه د ټيټ ولور د ټاکلو غوښتنه کوي.

هغې وويل"په پکتيکا کې اصلاحي شورا راپورته شوه او ويې ويل، چې ولور شومه پديده ده او له کلونو راهيسې پاتې ده او معيار يې ورته وټاکه. زموږ ځوانان ځي، په پرديو هېوادونو کې کار کوي، خو بيا هم ولور نه شي پوره کولی."

د دې ترڅنګ د ښځو پروړاندې د کورني تاوتريخوالي نور مهم لاملونه، فقر، بې سوادي، رواني ستونزې، د عامه پوهاوي د کچې ټيټوالی، له اسلامي او فرهنګي ارزښتونو څخه ناخبري او دې ته ورته ځينې نور لاملونه بلل کېږي.

XS
SM
MD
LG