په شخړه کې د روغتیا د خوندیتوب ائتلاف او د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر "اوچا" په جلا راپورونو کې په افغانستان کې د روغتیا په سکټور کې کارکوونکو ته د ګواښونو او پر وړاندې یې د تاوتریخوالي د زیاتیدو په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.
په شخړه کې د روغتیا د خوندیتوب ائتلاف په یو راپور کې ویلي چې په تیر ۲۰۲۳ کال کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې د روغتیايي کارکوونکو د نیول او توفیقولو پیښې دوه چنده زیاتې شوې دي.
دغه راپور چې د جون د میاشتې په ۲۴ ( چنګاښ څلورم) خپور شوی په کې ویل شوي چې دغه ائتلاف د ۲۰۲۳ کال په اوږدو کې په افغانستان کې د روغتیايي کارکوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي او د هغوی د فعالیتونو د خنډ اړوند ۱۰۹ پیښې ثبت کړې دي.
په دې راپور کې ویل شوي چې د روغتیايي کارکوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي دا پیښې په داسې حال کې ترسره شوي چې په افغانستان کې بشري اړتیاوې زیاتې شوي او ددغه هیواد له دریو څخه دوه برخې وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري او پر ښځو او نجونو باندې د طالبانو محدودکوونکو قوانینو له امله اساسي خدمتونو ته د هغوی لاس رسی محدود شوی او افغانستان کې بشري چارو لپاره فضا کوچنۍ شوې چې ورسره د مرستې د سپارلو چارې محدودې شوي دي.
به دې راپور کې ویل شوي چې افغانستان د بشري مرستو لپاره د یو میلیارد ډالرو د بودیجې د کمښت سره مخ دی.
په دې راپور کې ویل شوي: "ددغو ۱۰۹ پیښو له ۸۰ فیصدو څخه زیاتې یې د افغان حکومت [طالبانو حکومت] پولیسو او استخباراتو ځواکونو ته نسبت ورکړل شوی چې دا ټول د طالبانو تر اغیزمن کنټرول لاندې دي. په ۲۰۲۳ کال کې د روغتیايي کارکوونکو نیول او توفیقول نږدې دوه چنده زیات شوي، په عین وخت کې د تښتولو پیښو کې ۷۵ فیصده کموالی راغلی او د وژلو پیښې نیمايي ته راکمې شوي دی ".
په دې راپور کې ویل شوي چې روغتیايي کارکوونکي د بد اخلاقۍ په تور په دوامدار ډول نیول شوي او ورڅخه پوښتنې شوي دي، همداشان په نورو پیښو کې روغتیايي کارکوونکي د ښځینه او نارینه ناروغانو ترمنځ د نه جلاوالي له امله نیول شوي، د نارینه محرم پرته سفر، د اسلامي دولت خراسان د څانګې داعش سره د ادعا شویو اړیکو، مالي فساد د ادعاو، جعل او غلا د ادعاو له مخې نیول شوي او توقیف کې ساتل شوي دي.
راپور وایي: "یو بریتانوي روغتیاپال چې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې لپاره یې کار کوه د جنورۍ په میاشت کې [۲۰۲۳] د مخفي پولیسو له خوا توقیف شو، کله چې هغوی په هوټل کې د دغه کارکوونکي خونه تلاشي کړه او د هغه یوه تومانچه یې وموندله. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له خوا د وسلې د ګرځولو د جواز لرلو سره سره روغتیاپال په داسې حال کې چې سر یې په کڅوړه پوښل شوی وو، مخکې له دې چې ورڅخه پلټنې وشي د یوولس ورځو لپاره یوازې په بنده کوټه کې ساتل شوی وو".
په دې راپور کې ویل شوي چې دغه بریتانیي روغتیاپال د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په میاشت په زندان کې د ۲۷۲ ورځو د تیرولو وروسته خوشې شو.
پدې راپور کې د اینسیکورتي انسایټ په نوم د یوې ادارې د مشرې کریسټینا ویلې، له قوله ویل شوي چې باید روغتیايي کارکوونکي هغوکسانو ته چې مرستې او پاملرنې ته اړتیا لرې د مرستو د رسولو مخه یې ونه نیول شي او ونه ډارول شي.
کریسټینا ویلې وایي: "دا د نړیوالو بشري قوانینو له مخې په شخړه کې د ښکیلو ډلو مکلفیت دی. روغتیايي کارکوونکو د نیولولپاره د ممکنه اقدام او یا توقیفول چې مشخصو ناروغانو د درملنې ترلاسه کولو مخه نیسي بنآ چې د ډیرې سختې اندیښې وړ ده".
په دغه راپور کې ویل شوي چې په روغتیايي کارکوونکو باندې بریدونه او هغوی ته ګواښونه او پر ښځو باندې د طالبانو د محدودیتونو پالیسۍ په افغانستان کې د روغتیا په سکټور او ددغه هیواد په اوسیدونکو باندې زیان رسوونکي اغیزې کړي دي.
په شخړه کې د روغتیا د خوندیتوب ائتلاف په تیر ۲۰۲۳ کال کې د افغانستان په ګډون په ۳۰ هیوادونو کې د روغتیايي کارکوونکو پر وړاندې دوه زره او ۵۶۲ پیښې ثبت کړي دي، چې د ۲۰۲۲ کال پرتله د تاوتریخوالي په دغو پیښو کې ۵۰۰ پیښو زیاتیدل یا ۲۵ فیصده زیاتوالی ښيي.
بشري مرستو ته د لاس رسي برخه کې لاس وهنې
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر "اوچا" په یو راپور کې ویلي چې په افغانستان کې بشري مرستو ته د لاس رسي په برخه کې د روان ۲۰۲۴ کال د مې په تیره میاشت کې یې د لاس وهنې اړوند اقداماتو چې اکثره د طالبانو له خوا ترسره شوي ۱۱۳ پیښې ثبت کړي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر "اوچا" په دغه راپور کې ویلي چې بشري مرستو ته د لاس رسي په برخه کې د لاس وهنو دا پیښې د تیر ۲۰۲۳ کال د همدې مودې پرتله ۱۶ فیصده او د روان کال د اپریل د میاشتې پرتله ۳۲ فیصده کموالی ښيي.
اوچا ویلي چې دا پیښې زیاتره یې د افغانستان په ختیځو،جنوبي او لویدیځو ولایتونو کې په دوامدار ډول پیښې شوي دي.
د ملګرو ملتونو دغې ادارې ویلي چې بشري مرستو ته د لاس رسي د مخنیوي په برخه کې د ۶۹ پروګرامونو د ځنډ او د یوې سیمې څخه بلې سیمې ته د یو پروګرام د بدلولو سبب شوی دی.
اوچا ویلي دا پیښې اکثره یې په ترتیب سره د بشري مرستو د پلي کیدو فعالیتونو کې د لاس وهنې، فزیکي چاپیریال او د بشري مرستو د رسونې د کارکوونکو پر وړاندې تاوتریخوالي، شتمنیو او امکاناتو په تړاو ترسره شوي دي.
په دې راپور کې ویل شوي چې ۲۰۲۴ کال کې د بشري فعالیتونو د پلي کیدو په تړاو لاس وهنې د مرستې رسونې په برخه کې د عمده خنډ په توګه پاتې دی.
اوچا ویلی: "د حاکمو مقاماتو [طالبانو] له خوا د لاس وهنې ۶۴ پیښې د مې په میاشت کې یې راپور ورکړل شوی دی. ددغو پیښو ۲۶ یې مخامخ د پروګرام پر پلي کیدو اغیزه کړې، په ۲۰ پیښو کې د کارکوونکو په اړه د حساسو معلوماتو غوښتنه شوې، لسو پیښو کې بشري مرستو رسولو چارو کې د ښځینه کارکوونکو پر ګډون بندیز، څلورو پیښو کې د مرستې رسونې د امکاناتو او شتمنیو اشغالول، دوه پیښې د مرستو څخه د ګټه اخیستونکو د انتخاب په برخه کې، یوه پیښه د غیرقانوني ټکس اخیستلو او یوه بله پیښه کې د کارکوونکو د ګمارلو په برخه کې ثبت شوې ده".
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر "اوچا" په دې راپور کې د بشري مرستې رسونې کارکوونکوله قوله د مې په میاشت کې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت او اړوند ریاستونو له خوا لږ ترلږه په څلورو ولایتونو کې د ګواښونو د زیاتیدو خبر ورکړی دی.
دغې ادارې ویلي د طالبانو مقاماتو سره په ملي او سیمه ییزه کچه دغو ګواښونو ته د حل د لارې د موندلو لپاره یې خبرې پیل کړي دي.
اوچا ویلي چې د مې په میاشت کې د سیلابونو له امله چې لارې یې بندې کړې وې د دوو اونیو لپاره د بشري مرستو ۳۹ پروژې ځنډولې وې. ددې سربیره په بشرپاله کارکوونکو، شتمنیو او امکاناتو باندې د تاوتریخوالي پنځه پیښې هم ثبت شوې وې چې له امله یې د دوو میرمنو په ګډون د مرستو رسونې پنځه کارکوونکي توقیف شوي وو. په یوه پیښه کې د بشري مرستو یو کارکوونکی ټپي شوی وو او په بله پیښه کې کارکوونکو ته ګواښونه شوي وو.
اوچا ویلي چې د مې په میاشت کې د ارزګان په ولایت کې د ناچاودو توکو په چاودنه کې د مرستې رسونې یو کارکوونکی وژل شوی او یو بل یې ټپي شوی دی.
اوچا ویلي چې د مې په میاشت کې د راپور ورکړل شویو پیښو ۱۸ فیصده یې د جنسیت اړوند انګیزو له مخې رامنځ ته شوې وې.
فورم \ دبحث خونه