د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالی سره مبارزه
ښځې د ښځو دپاره د هغه نړیوالې موسسې نوم چې هڅه کوي ښځو ته په جنگ ځپلو او وروسته پاتې هیوادونو کې د کاري زده کړو له لارې د کار زمینه برابره کړي. ددې موسسې یوه رئیسه آغلې امبرخان وايي ښځو ته په ارزښت او رول ورکولو سره کیدای شي په ټولنه کې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالې کم او پرمختگ رامنځ ته شي.