د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا ویرجینیا بیچ کې یو بریدګر ۱۲ تنه وژلي


د امریکا د ویرجینیا په ایالت کې پولیس وايي، چې د دغه ایالت ویرجینیا بیچ د ښاروالۍ په ودانۍ کې د یوې مغازې ناراضي کارکوونکي د جمعې د ورځې په مازیګر ( مۍ ۳۱ مه) په یو برید کې مخکې له هغې، چې د پولیسو له خوا ووژل شي ۱۲ تنه وژلي دي.

د دغه ښار د پولیسو مشر جمیز سیرویرا وویل، ډیر ژر وروسته له دې، چې د جمعې په ورځ بریدګر د ښاروالۍ ودانۍ ته ماښام څلور بجې ننوت " هغه په ډیرې چټکۍ او بیرحمانه ډول پر قربانیانو ډزې وکړې".

ښاغلي سیرویرا وویل، په برید کې شپږ تنه نور ژوبل شوي دي.

هغه بریدګر د ښار د عامه پلورنځي د اوږدې مودې یو ناراضي کارکوونکي په توګه یاد کړ، خو په دې هکله، چې ولي هغه دغه برید ته لاس واچوه نور څه ونه ویل.

د برید په اړه خلکو خواشیني ښودلې
د برید په اړه خلکو خواشیني ښودلې

ښاغلي سیرویرا وویل، دوی بریدګر پیژني، خو لا هم د هغه نوم ښودلو ته چمتو نه دي "مونږ په پام کې لرو، چې د هغه نوم یو ځل واخلو ... او له هغې وروسته به د تل لپاره هغه "د شکمن کس" په توګه یاد شي، ځکه، چې اوس په دې پیښه کې زمونږ پاملرنه قربانیانو او د هغوی کورنیو ته درناوی ته ده".

عیني شاهدان وايي، ډزې د ویرجینا بیچ د ښاروالۍ په دوهمه ودانۍ کې، چې په کې د ښار عامه ګټو، عامه خدمتونو او د پلان جوړولو دفترونه فعال دي وشوې.

ښاغلي سیرویرا وویل "په دې پیښه کې د پولیسو یو صاحب منصب هم ژوبل شوی، خو له مرګ څخه بچ دی. هغه دا هم وویل چې د پولیسو د صاحب منصبانو سره د بریدګر نښته د نورو خلکو د وژلو په مخنیوی کې مرسته کړې ده.

بریدګر په دغه برید کې د یوې بې اوازه تومانچې او د څو شاجورو څخه، چې د برید پر مهال یې څو ځلې بدل کړی څخه کار اخیستی دی.

ښاغلي سیرویرا وویل "واقعیت دادی، چې بریدګر ډیر ژر د پولیسو د غبرګون سره مخ شو او دا حقیقت، چې شکمن ووژل شو په دې معنی دی، چې زمونږ ښاریان به نن په اسانه بیده شي".

پیښې ته غبرګون

سپینې مانۍ ویلي، چې د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ ته د پیښې په اړه معلومات ورکړل شوي او هغه حالات څاري.

ښاروال بابي ډییر د پولیسو د مشر سره یو ګډ خبري کنفرانس ته وویل"دا د ویرجینیا بیچ په تاریخ کې تر ټولوټکان ورکوونکي ورځ ده".

ویرجینیا والي ویلي " دا یو ډیر وحشتناک او بې احساسه تاوتریخوالی دی
ویرجینیا والي ویلي " دا یو ډیر وحشتناک او بې احساسه تاوتریخوالی دی

د ویرجینیا والي رافل نورتم په ویرجینیا بیچ کې د پیښې ځای ته تللی او ویلي دي، چې هغه د دې پیښې پر وړاندې د اقداماتو په برخه کې سیمه ایزو چارواکو ته د خپل ایالت بشپړ ملاتړ وړاندیز کړی دی.

ښاغلي نورتم په یوه اعلامیه کې ویلي "دا یو ډیر وحشتناک او بې احساسه تاوتریخوالی دی".

د امریکا د ویرجینیا سناتور مارک وارنر هم په یوه اعلامیه کې دا پیښه وحشتناکه بللې ده.

XS
SM
MD
LG