د لاس رسي وړ اتصالات

امریکاغږ افغانستان لپاره د سپوږمکۍ خپرونې په رسمي توګه اعلان کړې 


په افغانستان کې د امریکاغږ په تلویزیوني خپرونو باندې د طالبانو له لورې د محدودیتونو له لګولو څخه وروسته دغې رسنۍ د افغانستان لپاره د سپوږمکۍ لارې خپلې ځانګړې ۲۴ ساعته خپرونې چې په قسمي توګه شپږ میاشتې دمخه پیل شوې وې په رسمي توګه معرفي کړې.

دغه شبکه په دري او پښتو ژبه له سانسور پرته خبرونه او معلومات خپروي. د امریکاغږ خپرونې د طالبانو په امر د هغې د محتوا په دلیل چې د طالبانو د پالیسو کمزورونکې ګڼل کیږي او د ښځینه ویاندویانو پرځای د نارینه ویاندویانو ټاکل هم په کې شامل دي، د مارچ میاشتې په ۲۷ د محلي تلویزیونونو له شبکو څخه یې خپریدل بند شول.

اوس د امریکاغږ خپرونې په دواړو ژبو (پښتو او دري) د یاهست سپوږمکۍ له لارې په ۲۴ ساعته توګه خپریږي او همداشان دغه سپوږمکۍ خپرونې د امریکاغږ د پښتو او دري ویبپاڼو اویوټیوب کانالونو له لارې د لاسرسي وړ دي.

د سپوږمګۍ له لارې د امریکاغږ خپرونې
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:47 0:00

د امریکاغږ هڅه کوي چې د طالبالنو د سانسور سره سره لیدونکي او اوریدنکې په افغانستان کې ددغې شبکې خپرونو ته له سانسور پرته لاسرسی ولري.

د اشنا تلویزیون خپرونې او د کاروان پروګرام چې د طالبانو له محدودیت دمخه د طلوع، طلوع نیوز او لمر تلویزیونونو له لارې خپریدې او همداشان د امریکاغږ د پښتو برخې د اتصال خپرونه چې د شمشاد محلي تلویزیون له لارې خپریدله، اوس د امریکاغږ د سپوږمکۍ په خپرونو کې د لاسرسي وړ دي.

د امریکاغږ سرپرستې یولاندا لوپز، وویل: "د افغانستان د رسنیو بازار اوس د نړۍ یو له ځپیدلو بازارونو څخه دی...د مطبوعاتو د ازادۍ د ختمولو لپاره د طالبانو د هڅې سره سره د امریکاغږ د موثقو او باوري خبرونو او معلوماتو په وړاندې کولو سره د خپلو لیدونکو او اوریدونکو تر څنګ دریږي."

د امریکاغږ د تلویزیوني او رادیویي خپرونو سربیره چې د افغانستان لپاره ددې رسنۍ د سپوږمکۍ په خپرونو کې ځای شوي، د امریکاغږ د افغانستان څانګه په پام کې لري د نورو او نویو خبري، روزنیزو، معلوماتي او تفریحي خپرونو په برابرولو او وړاندې کولو سره خپل اوریدونکي او لیدونکي د نړۍ له تازه پیښو خبر کړي.

د امریکاغږ د طالبانو له لورې د رسنیو د ازادۍ او د بیان د ازادۍ د ځپونکو اقداماتو په غبرګون کې په خپلو پښتو او دري ویبپاڼو کې ځانګړې پاڼې جوړې کړي تر څو په افغانستان کې د بیان د ازادۍ د وضعیت په اړه باوري، هر اړخیز او ناپیلي خبرونه وړاندې کړي.

XS
SM
MD
LG