د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا غږ خبریال غازي ته د بیان ازادۍ نړیواله جایزه ورکړل شوه 


ذبیح الله غازي ته په کابل کې دا نړیواله جایزه ورکړل شوه
ذبیح الله غازي ته په کابل کې دا نړیواله جایزه ورکړل شوه

د بلجیم د بشري حقونو نړیوال سازمان په افغانستان کې د امریکا غږ خبریال ذبیح الله غازي ته د بیان د آزادۍ نړیواله جایزه ورکړه.

د بلجیم د بشري حقونو نړیوال سازمان وایي چې ذبیح الله غازي د بشري حقونو په موضوعاتو ګڼ راپورونه جوړ کړي دي او د خبریالۍ له لارې یې د بشري حقونو په برخه کې ډیر کار کړی دی.

ښاغلی غازي له تیرو اوو کلونو راهیسې امریکا غږ سره کار کوي او ډیری وخت د بشر د حقونو په موضوعاتو راپورونه جوړوي.

هغه لومړی خبریال و چې څو ورځې مخکې د نورستان د سیلاب ځپلو سیمو ته ورغی، د خلکو په وضعیت او حالاتو یې راپور جوړ کړ د هغه د راپور له خپرېدو وروسته د نورستان سیلاب ځپلو سره مرستې وشوې.

تر دې مخکې هغه د بشري حقونو په نورو برخو کې هم دا ډول راپورونه جوړ او خپاره کړي‌ دي چې په ننګرهار کې یې د ښختو په بټۍ کې د ماشوم کارګرانو د حالاتو او ژوند په اړه یې راپورونه هم د یادولو دي.

د بلجیم د بشري حقونو نړیوال سازمان هر کال هغو کسانو ته چې د بیان د آزادۍ، بشري حقونو، چاپیریال ساتنې، ښځو او ماشومانو په برخه کې یې کاراو فعالیت کړی وي جایزې ورکوي.

د بلجیم د بشري حقونو نړیوال سازمان جایزه هر کال په بلجیم کې ورکول کیده، خو د کرونا ویروس له کبله د دغې جایزې د ورکړې مراسم تیر او سږ کال په کابل کې ترسره شول.

ذبیح الله غازي ته داسې مهال دا جایزه ورکول چې په افغانستان کې د خبریالانو د امنیت په اړه اندېښنې ورځ په ورځ زیاتېږي.

همدا نن په کابل کې وسله والو یو خبریال طوفان عمري په ډزو وواژه.

افغانستان د خبریالانو لپاره یو خونړی هېواد بلل کیږي او د ملګرو ملتونو د شمېرو په اساس له ۲۰۱۸ څخه تر ۲۰۲۱ پورې لږ تر لږه ۳۳ خبریالان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG