د ټاکنو خپلواک کمیسیون چارواکي وايي، د جمهوري ریاست د را روانو ټاکنو لپاره د رایې ورکوونکو تقویتي نوم لیکنې بهیر یې د غزني په ولایت کې یوې بلې اونې ته غځولی، خو په نورو ولایتونو کې به دا بهیر د شنبې په ورځ (چنګاښ ۸مه) پای ته ورسیږي.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون رئیسې میرمن حوا علم نورستانۍ نن د پنجشنبې په ورځ ( چنګاښ ۶ مه) خبریالانو ته وویل، چې د غزني په ولایت کې د نوم لیکنې بهیر د چنګاښ په پنځلسمه پای ته ورسیږي.
میرمن نورستاني وویل " په غزني کې نوم لیکنه یوه اونۍ تمدید شوې ده، خو په نورو ولایتونو کې نه، په نورو ولایتونو کې د شنبې تر ورځې وخت شته دی او په غزني کې به د یوې اونۍ لپاره نوم لیکنه روانه وې".
میرمن نورستانۍ له خلکو غوښتل، چې د رایې د حق څخه دې ګټه واخلي او په پاتې دوو ورځو کې دې خپل نومونه ثبت کړي.
د تقویتي نوم لیکنې دا بهیر د کوچني اختر وروسته د غزني ولایت په ګډون په ۳۴ ولایتونو کې د روان لمریز کال د غبرګولي په ۱۸ مه ورځ پیل شوی وو.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، د تقویتي نوم لیکنې د بهیر په ترڅ کې په ټول افغانستان کې دوه سوه او پنځه دیرش زره ۹۳۸ تنو خپل نومونه ثبت کړي دي.
امنیت په افغانستان کې د ټاکنو پر وړاندې د لوی خنډ په توګه ګڼل کیږي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون هم وايي، په ۳۴ ولایتونو کې یې د ۷۱۱ مرکزونو د پرانیستلو پلان درلود، خو د امنیتي ستونزو له امله یې ۷۳ مرکزونه، چې یوازې ۴۲ یې په غزني کې وو نه دي پرانیستي.
د جمهوري ریاست د راروانو ټاکنو لپاره د تقویتي نوم لیکنې د بهیر د پیل وړاندې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د تیر ۱۳۹۷ لمریزکال د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره د غزني پرته په ۳۳ ولایتونو کې نوم لیکنه کړې وه، چې په ترڅ کې یې اته نیمو میلیونو رایې ورکوونکو خپل نومونه ثبت کړي وو.
د روان ۱۳۹۸ لمریز کال د جمهورې ریاست ټاکنو ته د تلې شپږمه په پام کې نیول شوې ده.